کورونا وېروس؛ ایټالیا کې روان وضعیت د یوه روم مېشتي افغان له خولې

د ویډیو تشریح، کورونا وېروس؛ ایټالیا کې روان وضعیت د یوه روم مېشتي افغان له خولې
د خپرېدو وخت

په ایټالیا کې د کورونا وېروس له کبله پرون (جمعه، مارچ ۲۰) په یوه ورځ کې د ۶۲۷ کسانو مړینه ثبت شوې، چې په دې سره په دې هېواد کې د هغو شمېر تر ۴۰۰۰ واوښت، چې د کورونا له کبله مړه شوي. په روم کې د ایټالیا مېشتو افغانانو د ټولنې مشر اختیار مشرقیوال په دې هېواد کې د روان وضعیت په اړه له بي بي سي سره غږېدلی.