تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا؛ د ایران د مازدندران ولایت د قرنطینولو غوښتنه
د ایران پارلمان کې د دغه هېواد د مازندران ولایت یوه غړي ولسمشر حسن روحاني ته په پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله دغه ولایت کې خطري یا سور وضعیت اعلان کړي.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د مازندران ولایت د وکیلانو ټولنې مشر علي محمد شاعري په دغه ولایت کې د شیبه په شیبه تلفاتو د ډېرېدو خبره کړې او له حسن روحاني یې غوښتي چې ټول مازندران قرنطین کړي.
د ایران د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې تر یکشنبې په مازندران کې د کورونا ویروس نیولي کسان ۶۲۰ ته ورسېدل او دا له تهران او قم ولایتونو ډېر شمېر دی.
د ایران خبري اژانس د مازندران د طبي علومو پوهنتون د مشر له خولې وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې په دغه ولایت کې د کورونا نیولیو کسانو شمېر دوه برابره شوی او ۱۲۲۶ کسانو ته رسېدلی دی.
د دې رپوټ له مخې- چې وروسته لرې او درواغ وبلل شو- مازندران ولایت کې د دې ویروس له امله ۲۱ کسان مړه شوي دي.
د ایران ولسمشر ته په لیک کې غوښتنه شوې چې له البرز، تهران، ګیلان، ګلستان او سمنان ولایتونو مازندران ته د موټرو پر تګ بندیز ولګول شي.
ایټالیا کې ۱۳۳ نوې مړینې
له بلې خوا ایټالیا کې د کورونا ویروس له امله ۱۳۳ نور کسان مړه شوي او دې سره دغه هېواد کې له دې ویروس د مړه شویو شمېر ۳۶۶ کسانو ته ورسېد.
په ایټالیا کې د کورونا نیولیو شمېر هم ۲۵ سلنه ډېر شوی او له ۵۸۸۳ څخه ۷۳۷۸ ته پورته شوی دی.
په دې ډول ایټالیا له چین وروسته دویم هېواد دی چې د کورونا ویروس پکې ډېر کسان نیولي دي.
د ایټالیا حکومت د یکشنبې په ورځ د کورونا د مخنیوي لپاره نوي تدبیرونه ونیول چې ور سره د میلیونونو کسانو ژوند اغېزمن شو.
د ایټالیا لومړي وزیر جوزپه کنته د اپرېل تر دریمې په ټول هېواد کې ښوونځي، لوبغالي، موزیمونه، شپې خونې او نور عمومي ځایونه وتړل.
هغه د دې تدبیرونو د اعلانولو پر مهال وویل: غواړو د خپلو وګړو روغتیا تضمین کړو. پوهېږم دا تدبیرونه قرباني هم غواړي، کله لږ کله ډېره.
د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تدروس اډنوم ګبریسوس د ایټالیا د نویو هڅو هرکلی کوي.
سویس کې د بي بي سي د خبریال په خبره، د سویس حکومت په دوو کې پاتې دی، ځکه هره ورځ دغه هېواد ته زرګونه کسان له پولې ور اوړي او د سویس روغتیايي سیستم دې کسانو ته سخته اړتیا لري.
سویس او سن مارینو هغه دوه هېوادونه دي چې د ایټالیا له قرنطین شویو ولایتونو سره ګډه پوله لري.
وروستیو کسانو کې چې کورونا پکې تایید شوې یو هم د ایټالیا د پوځ لوی درستیز سالواتوره فارینا دی، خو ویل کېږي حالت یې ښه دی.
د ایټالیا نوي قرنطین شوي کسان د دغه هېواد څلورمه برخه وګړي جوړوي.
دې نوي قرنطین کې د ایټالیا شمالي سیمه کې لومباردي هم راځي چې د دغه هېواد اقتصادي ماشین دی.
د ایټالیا شمال کې ۱۶ میلیونه کسان باید له قرنطین سیمې د وتلو لپاره ځانګړی اجازه لیک ولري.
لومباردي کې روغتیايي سیستم سخت له فشار سره مخ دی، ځکه دلته نږدې لس میلیونه کسان اوسېږي او روغتونونو ته یې د ناروغانو لارې ور جوړې دي.