د ګوجرو ماشومان ولې له زده کړو پاتې دي؟
د خپرېدو وخت
د افغانستان په شمال ختیځ کې داقلیت توکمو ګوجر مشران وايي حکومت یې د ماشومانو زدکړو ته هېڅ پام نه دی کړی، ځکه یې په ټول توکم کې د ګوتو په شمېر لوستي کسان هم نه موندل کېږي.
ګوجر ډېر په غرنيو سيمو کې ژوند کوي او د څارویو ساتل یې اصلي کار او روزګار دی.
په پسرلي او اوړي کې چې ماشومان باید ښوونځیو ته لاړ شي، د ګوجرو کورنۍ، څړځایونو ته کډې باروي، ځکه یې ماشومان له زدکړو پاتې کېږي. زلمی اشنا ورغلی دی.