پاکستان کې فعالان وايي، د تیزابو بریدونو کچه کمه شوې
د خپرېدو وخت
په پاکستان کې د تېزابو په بريدونو کې د ژغورل شويو کسانو ټولنه وايي تېر کال د دغو بريدونو کچه کمه شوې وه خو لا هم ډېرې ښځې له دې کړاو سره مخامخېږي. په دې برخه کې قوانين سخت شوي خو لا هم پر ډېرو ښځو نه يوازې په پاکستان بلکې په هند کې هم تېزاب شيندل کېږي. که ژوندۍ پاتې شي مخونه يې خرابېږي. دې رپوټ کې د يوې مرستندويې ټولنې حال وینو چې د تېزاب د بريدونو له قربانيانو سره مرسته کوي.