تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مخکیني لومړي وزیر ساتونکي وسله د الوتکې تشناب کې هېره کړه
د برتانیا یوه مخکیني لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د یوه ساتونکي په اړه له هغه وروسته پوښتنې ګروېږنې پیل شوې، چې ویل کېږي خپله تمانچه یې د الوتکې په تشناب کې پرې ایښې وه.
د ډېلي مېل ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د برټېش ایروېز دغه الوتکه د دوشنبې پر ورځ له نیویارکه لندن ته پر لار وه، چې په تشناب کې یې یوۀ (ترهېدلي) مسافر تمانچه وموندله او د الوتکې عملې ته یې وسپارله.
د مخکیني لومړي وزیر په توګه ښاغلي کامیرون ته د خوندیتوب لپاره د لندن د پولیسو له لوري ساتونکي ورکول کېږي. له دې پېښې وروسته پولیسو ویلي د پېښې مسوول ا افسر یې له عملیاتي دندې لېرې کړی دی.
بل لور ته د ښاغلي کامیرون ټیم وايي، د امنیت پر مسایلو خبرې نه شي کولای. ویل کېږي دغه ۹ ایم ایم ګلوک ۱۷ ډوله تمانچه د د ساتندويو پولیسو څانګې افسر د الوتکې په تشناب کې د پوښ له ایستلو وروسته پرې ایښې وه.
د سن ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، له وسلې سره د ښاغلي کامیرون او د هغه افسر پاسپورټونه هم موندل شوي چې تفنګچه یې هلته پرې ایښې وه. د پولیسو یوه ویاند کس په دې تړاو وویل:
"موږ د هغې پېښې په هکله معلومات لرو چې د فبرورۍ پر درېیمه برتانیا ته یوه راتلونکې الوتکه کې شوې او هغه افسر چې د دغې پېښې مسوول دی، له عملیاتي فعالیتونو لېرې کړل شوی دی. موږ دغه موضوع ډېره جدي بولو او په دې اړه مو پوښتنې، ګروېږنې پیل کړې دي."
ښاغلی کامیرون تر ۲۰۱۶ کال پورې شپږ کاله د برتانیا لومړی وزیر و او له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو په تړاو له ټولپوښتنې وروسته یې استعفا وکړه.