تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'مور د ماشومانو مړولو ته خپل وېښتان په ۲ ډالرو وپلورل'
- Author, سوامیناتان نتاراجان
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
هغه ورځ چې پرېما سلوام خپل وېښتان د ۱۵۰ هندي روپیو (۲ امریکايي ډالرو) په مقابل کې د خپلو بچیانو د مړولو لپاره خرڅ کړل، هغه په ډېر ناوړه وضعیت کې وه.
د درېیو ماشومانو د دغې مور خاوند د ډېرو پورونواو له ژونده د نهیلۍ وروستي حد ته له رسېدو وروسته خپل ځان وژلی دی.
خو لاهم دا هیله منه ده.
د خپلو وېښتانو تر خرڅولو وروسته، پرېما نور ارزښتناک شی نه لرل او نه یې هم د پورونو د پرې کولو لپاره پیسې لرلې، خواړه خو یې بیخي نه لرل.
په هند کې د دې کیسه د نورو خلکو لپاره الهام وګرځېده.
پورونو کې ډوب
د پرېما د مېړه له مرګ مخکې، دې او مېړه یې د هند سوېلي تامیل نادو ایالت د خښتو پخولو په یوه بټۍ کې کار کاوه، مازې دومره پیسې یې ګټلې چې د خپلې کورنۍ د لوږې مخه پرې ونیسي.
خو مېړه د دې لپاره پور واخیست چې یوه شخصي بټۍ ولري، خو دا پلان یې ناکام شو، همدا وو چې تېر کال یې مېړه له ډېرې نهیلۍ وروسته ځان وواژه.
اوس نو ټول فشار پر پرېما و، یوازې د بچیانو د مړولو غم ورسره نه و، بلکې د هغوی جامې، کور او روغتیا یې هدف و.
تر دې هاخوا دې باید د خپلې ناکامې سوداګرۍ لپاره په پور اخیستې پیسې بېرته ورکړې وای.
پرېما بي بي سي ته وویل: "کله چې کار ته ځم، هره ورځ ۲۰۰ پیسې ګټم چې زموږ د کورنۍ بس کېږي."
خو پرېما ناروغه شوې، په دې مانا چې دغه لږ پیسې هم اوس نه شي ګټلی.
"زه د خښتو دروند بار نه شم وړلی. ډېری وخت په کور ناسته یم، ځکه تبه مې ډېره وي."
پرېما ټیک درې میاشتې ناروغه وه.
"زما اوه کلن زوی کلییاپان له ښوونځي راغی او خواړه یې غوښتل. هغه له لوږې په ژړا شو."
پرېما هېڅ شتمني نه لري، نه ګاڼه، نه نور قېمتي شیان یا پخلنځي کې داسې شیان چې په نغدو پیسو یې خرڅ کړي.
"زه ان لسګون هم نه لرم، یوازې یوڅو پلاستیکي خلتې لرم."
وروسته ددې پام شو چې د خرڅولو لپاره یو شی لري.
"یوه هټۍ را په یاد شوه چې وېښتان اخلي. "سم لاسي یې خپلو وېښتانو ته فکر شو. هند په نړۍ کې د انسانانو د وېښتانو لوی صادروونکی هېواد دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې خرڅېږي او بېلابېل شیان ترې جوړېږي.
"زه هلته ورغلم او د خپل سر ټول وېښتان مې په ۱۵۰ روپیو (۲ ډالرو) خرڅ کړل."
خو دې پیسو د دې ستونزه حل نه کړای شوه، په یوه لوی ښار کې یې د یو ځل خوړو لپاره ایله کفایت کاوه. خو په کلي کې یې پرېما پرې ډېر شیان اخیستی شوای.
دا وايي: "ما خپلو درېیو بچیان ته د پخو وریجو درې کڅوړې واخیستې، د هرې کڅوړې بیه ۲۰ روپۍ وه."
خو د ارامۍ موده ډېره کمه وه: پرېما پوه شوه چې په خپل واک کې نه ده .
نهیلي
پرېما یوه دوکان ته په دې هیله ورغله چې د خپل ژوند ختمولو لپاره یوڅه ومومي. خو د هټۍ څښتن چې د دې نهیلي او حالت ولید، هغې ته یې هېڅ شی هم ورنه کړل. پرېما کور ته ستنه شوه او د خپل ژوند ختمولو لپاره د یوې بلې لارې په لټه کې وه. دا د خپلې خور له خوا وژغورل شوه چې په یوه بل کلي کې اوسېږي او په مناسب وخت یې د خپلې خور د ژوند ختمولو مخه ونیوه.
څو ورځې وروسته، پرېما ته د داسې مرستې لار پرانیستل شوه، چې دا ډېره زیاته ورته اړه وه.
بالا موروګان د خښتو د بټۍ لرونکي ملګري له خولې د پرېما د وضعیت په اړه واورېدل، بالا پوهېده چې بې وزلي څنګه انسان ژر د نهیلۍ تر وروستۍ پولې رسولی شي.
دی هم په ۱۰ کلنۍ کې له لوږې ډېر کړېدلی و، کورنۍ یې خواړه نه لرل. مور یې خپل زاړه کتابونه او ورځپاڼې خرڅې کړې او وریجې یې پرې واخیستې.
وروسته، د نهیلۍ وروستي حد کې، د بالا مور د خپل ځان او ماشومانو د وژلو پرېکړه وکړه، خو په وروستۍ شېبه کې له خپلې پرېکړې واوښته. کورنۍ له یادې مور سره یوه ډاکټر ته ولاړه او ټول وژغورل شول.
بالا اوس له هغې نړۍ لیرې ژوند کوي چې دی پکې لوی شوی دی. له څو کلونو مبارزې وروسته، له بې وزلۍ وتلی او اوس د کمپیوټري ګرافیک د یوه مرکز څښتن دی.
بالا پرېما ته هومره پیسې ورکړې، چې پور یې ورباندې پرې شي او اوس بالا دومره پیسې لري چې خپل ژوند یې پرې روان کړی دی.
بالا پرېما ته د خپل ژوند کیسه هم وکړه او هغه یې وهڅوله چې هیله منه واوسي.
نوموړي له خپل ملګري پرابهو سره یوځای دې ته دومره پیسې ورکړې چې خواړه پرې واخلي. بیا بالا د کورنۍ په اړه پر خواله رسنیو ولیکل.
ده بي بي سي ته وویل: "په یوه ورځ کې ما ۱۲۰۰۰۰ روپۍ (۱۶۷۰) ډالر پیدا کړل. کله مې چې پرېما ته په دې اړه وویل هغه ډېره زیاته خوشاله شوه او ویې ویل دا پیسې د هغې د پور ادا کولو لپاره بس دي."
بالا وايي، پرېما ورته وویل بېرته به خپل کار ته ستنه شي.
پرېما اوس هره میاشت ۷۰۰ روپۍ پور ادا کوي او د سیمې چارواکو هم ژمنه کړې چې له هغې سره د ورېښمو خرڅلاو کې مرسته وکړي.
پرېما ورو-ورو پر پښو ودرېده، خو له بده مرغه، د هغې اقتصادي وضعیت لاهم هومره نه دی چې نوره به خلکو ته محتاجه نه وي.
د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، هند د نړۍ په کچه دویم هغه لوی هېواد دی چې وګړي یې په ډېره زیاته بې وزلۍ کې اوسېږي او د ورځې تر ۱.۹۰ لږ ډالر ګټي.
پرېما په مخ کې یو بل خنډ هم لري: د نورو لسګونه میلیونه هندي وګړو په څېر لیک او لوست نه شي کولی.
په پای کې، دا د حکومت پر هغه پلان هم نه ده خبره چې د دې په شان وګړو سره مرسته کوي. په ورته وخت کې دا وايي: "اوس پوه شوم چې د ځانوژنې پرېکړه غلطه پرېکړه وه. زه ډاډمنه یم چې پاتې پور به هم ورکړم."