برتانیا کې یو سړی له لوږې مړ شوی

د خپرېدو وخت

په برتانیا کې د هغه سړي کورنۍ نیوکه کړې چې د حکومتي مرستې له درولو وروسته مړ شوی او د مرستو سیستم یې د اړمنو لپاره نامناسب بللی دی.

۵۷ کلن ایرول ګرېهام چې کله د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې مړ وموندل شو، وزن یې ایله ۲۸٫۵ کیلوګرامه و.‌

د پارلمان وکیلې دیبي ابراهامز د ګرېهام قضیه د وکیلانو جلسه کې راپورته کړه او په ورته حالاتو کې یې د مړینې د قضیو د خپلواکې څېړنې لپاره د یوې جرګګۍ جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ګرېهام نږور الیسون تیرنر وویل: "دا د افسوس ځای دی چې یو انسان په دغه ډول مري."

ګرېهام یو څه موده په عامه موسسو کې تر روغتیايي پالنې وروسته خپل کور ته ستون شوی و، خو د ژوند په وروستیو کې یې بیا ډاکټر ته مراجعه ونه کړه.

"کور کې خواړه نه وو"

له ګرېهام سره په توټینګهام ښار کې د استوګنځیو اړوندې مؤسسې د یوه کارمن وروستۍ اړیکه ثبت شوې چې چیغې یې وهلې او د ۲۰۱۸ فبرورۍ میاشت کې یې دروازه په لغتو وهله.

ایمیلي دان چې هغه مهال لیدلی و،‌ ویلي ګرېهام ډېر ډنګر شوی و.

نوموړې زیاتوي، په کور کې یې خواړه نه و.‌

هلته ګاز هم نه و، غالباً برېښنا یې هم نه لرله او د دروازې مخې ته یې د لیکونو پاکټ امبار وو.

"لوږه" د هغه د مړینې اصلي لامل بللی شوی دی.

د څېړنې اړوند قاضي مرستیالې الیزابیت دیدکوک ویلي: "د پیسو او استوګنځي نشتوالی ددې ټولو ناخوالو لامل ګرځي."

د ګرېهام نږور بي بي سي ته ویلي: "د پالنې سیستم ددې موخې لپاره نامناسب دی".