تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ښځې په ډېر کیک خوړلو ځان مړ کړ
په اسټرالیا کې د لامېنګټن کیک خوړلو سیالۍ کې یوې ښځې په ډېر کیک خوړلو ځان مړ کړ.
هغې په دې سیالۍ کې- چې هر کس باید ډېر او ژر کیک وخوري- له نورو کسانو سره سیالي درلوده.
لامېنګټن د اسټرالیا یو دودویز کیک دی چې له چکلېټو او نارګېل جوړېږي.
دا سیالي د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا ورځې د لمانځلو لپاره جوړه شوې وه.
ویل کېږي دا ۶۰ کلنه ښځه د کوینزلنډ په یوه هوټل کې د سیالۍ پرمهال ناڅاپه بې حاله شوه.
د دې سیالۍ د ګډونوالو فلم جوړ شوی چې په بیړه بیړه کیک خوري.
دې ښځې ته د پېښې ځای کې مصنوعي تنفس ور کړل شو، خو روغتون ته تر رسولو وروسته مړه شوه.
شاهدان وايي، دې ښځې چې یو کیک په بیړه خولې ته واچاوه، نو له ستونزې سره مخ شوه.
ویډیويي انځورونه ښيي چې له پېښې مخکې پلویان د سیالۍ ګډونوال هڅوي.
بیچ هاوز هوټل فیسبوک کې د یوه پیغام خپرولو سره د دې ښځې کورنۍ او ملګرو ته تسلیت ویلی دی.
لا هم د ښځې نوم ډاګیز شوی نه دی.
د اسټرالیا ورځې په مناسبت د خوراک سیالۍ عمومي لوبې دي.
دا ورځ اسټرالیا ته د لومړني اروپايي د تللو لپاره هر کال لمانځل کېږي.
دې سیالۍ کې ګډونوال د ډېر کیک، هاټ ډاګ یا نورو توکو په خوړلو جایزې ترلاسوي.