توغنديز بريد کې د يمني پوځيانو د مړينې شمېر ١١١ ته لوړ شو

د خپرېدو وخت

یمن کې د پوځیانو پر روزنځي د توغندي غورځېدو له امله ١١١ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د یمن منځني ولایت مارب کې د دې برید له امله لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.

چارواکي وايي، ښايي مړي ډېر شي.

دا روزنځی د یمن د پلازمېنې صنعا ختیځ ته په ۱۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

پوځي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دې روزنځي کې یو مسجد هغه مهال په نښه شو چې پوځيان په کې لمانځه ته ټول شوي وو.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو د یمن حکومت حوثي وسلوال د دې برید مسوول بولي.

د یمن ولسمشر منصور هادي دا برید غندي او زیاتوي: دا برید ښېي چې حوثي وسلوال د امن کومه هیله نه لري.

تېر کال اګسټ کې هم حوثي وسلوالو عدن ښار کې پر پوځي پرېډ توغنديز ګوزار وکړ چې په کې ۳۲ کسان ووژل شول.

یمن کې څه روان دي؟

د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې یمن کې سخت تاوتریخوالی دی او دا له هغه وروسته پیل شو چې حوثي وسلوالو د پلازمېنې صنعا په ګډون د دې هیواد ډېره لوېدیځه سیمه ونیوله او له امله یې ولسمشر هادي جلاوطنۍ ته اړ شو.

سعودي او اتو نورو عرب هېوادونو د منصور هادي د بیا واکمنولو لپاره پر حوثیانو اول هوايي بریدونه پیل کړل او بیا یې خپل پوځ دغه هېواد ته ولېږه.

دوی وايي، له حوثي وسلوالو سره ایران مرسته کوي.

امریکا، برتانیا او فرانسې هم له عرب ټلوالې سره د وسلې، پوځي او استخباراتي مرستې برابرولو اعلان وکړ.

دې کړکېچ کې تراوسه زرګونه کسان وژل شوي او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې یمن د نړۍ تر ټولو بند انساني حالت سره مخ دی.

ملګري ملتونه څه وايي؟

ملګري ملتونه وايي، دې جګړه کې تراوسه له اوو زرو ډېر کسان وژل شوي او له ۱۳ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

دوی دا هم وايي، ۶۵ سلنه مرګ ژوبله د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې هوايي بریدونو کې اوښتې ده.

پر دې سربېره د لوږې او روغتیايي ستونزو له امله هم زرګونه کسان مړه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د یمن ۸۰ سلنه وګړي چې پنځه میلیونه کېږي سملاسي مرستې ته اړتیا لري او لس سلنه یمنیان هم له لوږې سره لاس او ګرېوان دی.

تېره میاشت حوثي وسلوالو د ملګرو ملتونو د اوربند د تړون له مخې د سره سمندرګي له درې مهمو بندرونو د دې لپاره خپل وسلوال و اېستل چې هېواد کې مختلفو سیمو ته مرسته رسول شوني دي.