تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جاپانيانو امانت ساتنه، نياو که دود؟
ښايي د ډیرو کسانو لپاره د جیبي بکس ورکېدل یوه لویه ستونزه وي. ځکه له جیبي بکس پرته چې معمولا" ټول کارتونه په کې اېښودل کیږي ښايي ونه شئ کولی د یو څه لپاره پيسې ورکړئ ، ښايي اړتیا پيښه شي چې خپل کارتونه بدل کړئ آن د کور قلفونه ، خو په نړۍ کې داسې ځای هم شته چې د جیبي بکس ورکېدل دومره لویه ستونزه نه ده ، دا ځای د جاپان پلازمینه توکیو ښار دی.
د ۱۴ ملیونه وګړو په دې ښار کې هر کال ملیونونه توکي ورکیږي خو ډیر زیات یې بېرته اصلي مالکانو ته رسیږي. یوازې په ۲۰۱۸ کال کې له ۵۴۵ زرو زیات هویت کارتونه ( د ورک شویو کارتونو ۷۵ ٪ )، ۱۳۰ زره موبایل ټيلفونونه ( د ورک شویو ۸۳ ٪ ) او ۲۴۰ زره جیبي بکسونه ( د ورکو شویو ۶۵٪ ) د توکیو پولیسو له خوا خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي. له دې ډلې اکثره یې د ورکېدو په ورځ مالکانو ته رسېدلي دي.
د نیویارک پوهنتون اروا پوهه کازورکو بیرنز په پرتله ییز ډول وايي چې د امریکا د سانفرانسیسکو په څير ښار کې دا یوه نا آشنا خبره ده چې یو څوک دې په لاره کې موندلي توکي خپل مالک ته وسپاري. بیریز وايي یو ځل همداسې وشول او بیا هغه په رسنیو کې خبر و، خو په جاپان کې دا ډول کړنه یوه معمولي خبره ده ، ځکه تمه داده چې خلک مخلص او امانت ساتي.
خو پوښتنه داده چې ولې په جاپان کې خلک په لاره کې پيدا کړي شیان پولیسو ته سپاري؟
یوه څېړنه ښيي چې جاپان کې خلک ورک شوي شیان د جایزې تر لاسه کولو لپاره پولیسو ته نه سپاري. ښايي د دې کار یو دلیل دا وي چې په جاپان کې د پولیسو پوستې ډیرې دي، دې امنیتي پوستو ته په جاپان کې "کوبان" وايي.
د بېلګې په توګه په توکیو کې په هرو سل کیلومتره مربع ساحه کې د پولیسو ۹۷ پوستې شته خو په لندن کې په هرو سل مربع متره ساحه کې ۱۱ پوستې دي.
د کیوتو سانجایو پوهنتون د حقوقو استاذ ماساهیرو تامورا وايي په جاپاني ټولنه کې هڅه کیږي چې کوچنیانو ته وروښوول شي چې پولیسو ته د ورک شویو شیانو سپارل آن که پیسي هم وي څومره مهم دي.
که د پيسو مالک پيدا نه شي نو بیا یې همدې کوچني ته د جایزې په توګه ورکول کیږي.
په یوه څېړنه کې د توکیو او نیویارک پرتله شوې ، پایله یې ښيي چې په نیویارک د ورک شویو تيلفونو یوازې شپږ سلنه پولیسو ته سپارل شوي خو په توکیو کې ۸۸ سلنه.
دغه راز په نیویارک کې د ورکو شویو جیبي بکسونو لس سلنه او په توکیو کې اتیا سلنه پولیسو ته سپارل شوي دي.
خو د چترۍ په برخه کې بیا جاپانیان داسې نه کوي. په یوه څېړنه کې ښودل شوي چې د ۳۳۸ زره ورکو شویو چتریو یوازې یو سلنه یې بیرته خپلو اصلي مالکانو ته رسېدلي دي، اکثرو خلکو ویلي چې دا یې خپله چترۍ ده.
ارواپوهه بیرنز وايي د امانت ساتلو په برخه کې د جاپایانو کړه وړه یو څه لوړې ژورې لري. د بیلګې په توګه د روغتیا په برخه کې لس کاله وړاندې داسې معمول و چې ډاکټر به له ناروغه د معاینې پایله ناروغ ته نه ویله یوازې د هغه خپلوانو ته بې ویل. دوی فکر کاوه چې که ناروغ له خپلې ناروغۍ خبر شي نو له ژونده به بې زاره شي.
دې واقعیت ته په کتو میرمن بیرنز یوه له هغو کسانو ده چې وايي جاپانیان د نورو ملتونو پرتله ډیر امانت کار نه دي.
د میشیګن پوهنتون استاذ او د جاپان د قوانینو پوه مارک ویسټ وايي په جاپان کې خلک قانون او دود ته د درناوي په پار موندل شوي توکي پولیسو ته سپاري نه دا چې دوی ډیر امانت کار دي. ارواپوهه کازورکو بیرنز وايي خلک ځکه موندل شویو توکي پولیسو ته سپاري چې په هر ځاي پولیس شته نه دا چې دوی امانت کار دي.