تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عمان نوی پاچا هیثم بن طارق ال سعید څوک دی؟
د عمان د نيمې پېړۍ واکمن سلطان قابوس له مړینې وروسته د دې هېواد لپاره نوی پاچا هیثم بن طارق ال سعید وټاکل شو.
پخوانی پاچا څو کاله د کولمو له سرطانه کړېده او بلاخره د ۷۹ کلنۍ په عمر ومړ.
هغه تېره ورځ (مرغومی ۲۱) د دې هېواد پلازمېنه مسقط کې د خپلې کورنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. سلطان قابوس اولاد نه درلود او له همدې امله یې د خپل ژوند پرمهال ولیعهد نه و ټاکلی.
د عمان د قوانینو پر بنسټ، د دې هېواد د سلطنتي کورنۍ ۵۰ کسیزه شورا د پاچا د مړینې تر درېیو ورځو د دې هېواد لپاره نوی پاچا وټاکي، خو که په دې موده کې دغه پلاوی د یوه کس په ټاکلو ونه توانېږي، د دې هېواد قاضي القضات، د عمان نظامي شورا، مشورتي شورا او د دولت يو پلاوی به په ګډه د سلطان سربند لیک خلاصوي او له درېیو کسانو به یو ټاکي چې پاچا په خپل لیک کې د دوی نومونه یاد کړي وي.
د سلطان قابوس په لیک کې د ښاغلي میثم نوم هم شامل و چې دده پر ټاکلو پرېکړه شوې ده.
دی په ۱۹۵۴ میلادي کې د عمان په پلازمینه مسقط کې زېږېدلی دی او په ۱۹۷۹ کې د برتانیا له اکسفورد پوهنتونه فارغ شوی دی.
ښاغلي میثم د عمان دولت په لوړو څوکیو پاتې شوی چې وروستۍ دنده یې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د کلتور او کلتوري میراثونو وزارت مشري وه.
له دې وړاندې نوموړي د خارجې وزارت سکرتر جنرال، د سیاسي چارو مسول او د سلطان قابوس د ځانګړي استازي په توګه کار کړی دی.
همداراز ښاغلی میثم د عمان د عمان د لیدلوري پروژې د پلاوي مشر هم پاتې شوی چې تر ۲۰۴۰ میلادي کال پورې د عمان د پلانونو څارنه کوي.
نوموړی د سپورټ او په ځانګړې توګه د فوټبال د خاص مینه وال په توګه پېژندل کیږي او له ۱۹۸۳ تر ۱۹۸۶ پورې د دې هېواد د فوټبال فدراسیون مشر و.
وصیت
د سلطنتي کورنۍ شورا په یوه اعلامیه کې ویلي: "د شورا غړو د پاچا د دفتر مشر سلطان بن محمد النعماني په مشرۍ غونډه کړې او ټول غړي یې حاضر وو." دا پرېکړه کړې چې ښاغلی میثم به د هېواد نوی پاچا وي او دا پرېکړه یې د سلطان قابوس د وصیت پر بنسټ کړې ده.
نوي پاچا هم د وفات شوي سلطان د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
نوموړي ژمنه کړې چې د عمان لپاره به پخوانۍ تګلاره پالي او په بهرني سیاست کې به له ټولو هېوادونو سره نیکې اړیکې او سوله وپالي.
د دې هېواد رسمي ټلویزیون د سلطان میثم له قوله لیکلي چې د هېواد د پیاوړي کولو لپاره به هم د سلطان قابوس پر تګلارو عمل کوي.
د خپل پلار تبعیدول
سلطان قابوس په ۱۳۴۹ (۱۹۷۰) کې خپل پلار د کودتا له لارې او له وینې توېیدنې پرته له واکه لرې کړ او د پاچاهۍ څوکۍ یې ولکه کړه. له کودتا وروسته یې خپل پلار تبعید کړ.
نوموړی د واک په لومړیو کلونو کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو په مرسته وتوانېد په سوېلي ظفار ولایت کې هغه قبایلي یاغیان کابو کړي، چې د یمن مارکسیسټ دیموکراتیک جمهوریت ملاتړ ورسره و.
نوموړي خپل هېواد چې په پیل کې له نورې نړۍ منزوي شوی و، د اقتصادي پرمختګ پر لور روان کړ او د نفتي سرچینو په کارولو یې د خپل هېواد اقتصاد پیاوړی کړ او ښوونځي، بندرونه او کورونه یې جوړ کړل.
نوموړی پخپله هم شتمن و او د لوېدیځو ورځپاڼو په وینا، د نړۍ د لسو شتمنو پاچایانو له ډلې و.
سلطان قابوس د عربي پاچاهانو ترمنځ تر ټولو پخوانی واکمن و او په ورته وخت کې د خپلو هېوادوالو ترمنځ منل شوې څېره هم وه.