د پښتونخوا ۱۶ کلن تېز بالر نسیم شاه
د خپرېدو وخت
پاکستان کرېکټ کې بالېنګ ښه غوړېدلی. نسيم شا، ۱۶ کلن دی، خورا تېز بالېنګ کوي، او تېره نژدې موده یې اسټراليا کې لومړۍ ټېسټ لوبه کې راڅرګند شو. دی چې کله ماشوم و، د خيبرپښتونخوا کوز دير کې يې په نرم توپ لوبه پيل کړه، خو له داسې کورنۍ چې کرېکټ ورته ډېر ارزښت نه لاره، فکر یې کاوه چې په يوه ښه کرېکټ لوبغاړي بدلېدو هوډ به يې پلی نه شي. کراچۍ کې عرفان خټک دې نوي تېز بالر لوبې ته کتنه کړې.