تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د 'عام ذوق قانون' او د سعودي ښځو نیوکه
په سعودي عربستان کې له قانون د سرغړونې په تور د ۲۳ سړیو او ۳۷ ښځو تر نیول کېدو وروسته په دې هېواد کې د "عام ذوق قانون" په اړه د غندنې او تایید بحثونه پیل شوي دي.
د سعودي د عامه امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ۶۰ کسان یې د عام ذوق له لایحې د سرغړونې په تور نیولي، چې ۲۳ سړي او ۳۷ ښځې دي، "په دوی کې ځینې په عامه ځایونو کې د نا مناسبو جامو اغوستلو له کبله نیول شوي چې ټاکلې سزا به ورکړل شي."
په سعودي عربستان کې ښځینه فعالانو تر دغو نیونو وروسته پر ټوېټر د_ښځو_ضد_لهرعام_ذوق_ ګټه_اخیستل هشټګونه لاس په لاس کړل، چې دا یې د قانون په تطبیقولو کې دوه ګونی چلن بللی دی.
دوی وايي، دا قانون یوازې پر سعوديانو پلی کېږي او پر بهرنیو ښځو او هغو بهرنیانو چې په دې هېواد کې اوسېږي، نه تطبیقېږي.
دوی وايي، له قانون باید هېڅوک هم مستثنا نه وي.
د فوز العتیبي په نامه یوې ښځې یوه وېډیو خپره کړې چې پر خواله رسنیو مشهورې عربانې پکې ښکاري او د سعودي په یوه سیمه کې نڅا کوي، دا پوښتي چې ولې "بهرنیانو" ته سزا نه ورکول کېږي.
نوموړې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هغه خبره راخیستې چې وايي، هېڅوک تر قانون لوړ نه دی.
د مها په نامه یوې بلې بیا ویلي، دا کومه نوې خبره نه ده ځکه چې "دا قانون، دین او دودونه یوازې پر ښځو تطبیقېږي."
یوې بلې ټوېټر کارنې ویلي، له سزا باید هېڅوک هم مستنثا نه شي، هغه که بهرني وي یا کورني وګړي.
خو د عیسی الرشیدي په نامه یوه بل کس بیا ویلي، په عامو ځایونو کې د ګرځېدو پرمهال باید مناسبې جامې واغوستل شي.
په مقابل کې نورو بیا ویلي، ان سعودیانې هم له اوږده کمیس پرته وځي، خو هېڅ نه ورته ویل کېږي.
د عام ذوق لایحه
د سعودي یوې شورا په تېره اپرېل میاشت کې د "عام ذوق" په نامه ۱۰ ماده ییز قانون تایید کړ.
په دې قانون کې د ټولنیزو ارښتونو او چلن په اړه لارښوونې شوې دي.
د دغه قانون له مخې، که څوک سرغړونه کوي، باید سزا ورکړل شي.
ددغه قانون سرغړوونکو ته ان ۵ زره ریاله (کابو ۱۴۰۰ ډالر) نغدي جریمه هم ټاکل شوې ده.