ترکیې لرغونی جومات بل ځای ته ولېږداوه

د ویډیو تشریح، ترکیې لرغونی جومات بل ځای ته ولېږداوه
د خپرېدو وخت

ترکي چارواکو د دغه هېواد له سوېل ختیځ حصن کیفا ښاره د "رزق" په نامه یو جومات د ډوبېدو له وېرې بل ځای ته لېږدولی.

حصن کیفا ښار په نړۍ کې له لرغونو سیمو ګڼل کېږي، چې قدامت یې ۱۲ زره کلونو ته رسېږي، خو هلته د "الیسو" په نامه بند جوړولو پروژې له کبله د ټول ښار د لاندې کېدو وېره ده.

نور وېډیو کې کتلی شئ.