تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بې کوره سړي زندان ته د تلو لپاره قصداً جرم کړی
په جرمني کې یوه بې روزګاره او بې کوره سړي زندان ته د تلو او هلته سرپناه موندلو لپاره په لوی لاس پر بایسکل سپور سړي سره ګاډی ټکر کړی او اوس یوې محکمې د ټول عمر لپاره زندان ته استولی دی.
پر بایسکل سپور سړی پېښه کې سخت ټپي شوی و. دغه پېښه د شمالي جرمني په ساکسونې سیمه کې شوه وه. د اولندینبرګ سیمې محکمې قاضیانو د پرېکړې پر مهال وویل، دغه ۶۲ کلن بې کوره سړي محکمې ته ویلي چې مناسب زندان ته دې واستول شي، چې اسانتیاوې ولري. دوی وايي، دغه سړي د تمې یا لالچ له کبله دغه برید کړی دی.
محکمې ته د دې سړي په اړه ویل شوي، چې دی یو کمپیوټر انجنیر و او د دندې له لاسه ورکولو ورسته یې سپمولې پیسې د اروپا په لر او بر کې په چکرو ختمې کړې دي.
د برید پر مهال نوموړي هېڅ کور یا مېشت ځای نه درلود او د موټر جواز یې هم پخوا تر وخت تېر شوی دی. نوموړي په لوی لاس خپل موټر د بایسکل سپرو لپاره ځانګړې لارې ته برابر کړی و او له مخالف لوري راروان بایسکل سپور سره یې ټکر کړی و.
قاضیان وايي، د دغه سړي کړنه او د ده هغه تمه چې په زندان کې به یې پالنه کېږي، دواړه ناسم کارونه دي او له همدې کبله په دې مجرم بلل شوی چې د یو چا د وژلو هڅه یې کړې.
پر بایسکل روان ژوبل شوی کس تر اوسه له فزیکي او رواني پلوه ځوریږي. بل لور ته د محکمې یوه ویاند ویلي، له پېښې وروسته مجرم کس یو څه پښېماني ښودلې او پرېکړه یې کړې چې د خپل تقاعد پیسې هغه سړي ته وبښي چې د ده له لاسه ټپي شوی دی.