جاپانۍ محکمې د جنسي تېري قربانۍ ته غرامت ټاکلی

د خپرېدو وخت

په لومړي ځل جاپان کې یوې حقوقي محکمې هغې خبریالې ته د غرامت ورکولو امر کړی، چې څلور کاله مخکې د تلوېزیون د یوه وړاندې کوونکي له خوا په داسې حال کې جنسي تېری پرې شوی و، چې دا بې هوښه وه.

محکمې ویلي، دغې خبریالې ته باید ۳۰ زره ډالر غرامت ورکړل شي.

خبریالې شیوري ایټو ویلي، د نوریوکي یاماګوچي په نامه کس په ۲۰۱۵ کال جنسي تېری پرې کړی.

څارنوالانو ویلي، د دغې جنايي دعوا لپاره کافي ثبوتونه نه شته، همدا ده چې له خپلې ادعا شا ته شوه، خو یماماګوچي ویلي، د محکمې د حکم پر وړاندې به ودرېږي.

ایټو د "مي ټو یا زه هم" د ښځو د خوځښت یوه فعاله ده.

۳۰ کلنې ایټو ویلي، د محکمې له پرېکړې سره د ارامۍ احساس کوي.

د ۲۰۱۷ د یوه حکومتي رپوټ پربنسټ، د جنسي تېري نژدې ۴۰ سلنه قرباني شوي پولیسو ته خبر ورکوي.

ایټو وايي، یاماګوچي - چې له لومړي وزیر شینزو ابي سره ټینګې اړیکې لري، خبریاله د احتمالي دندې د فرصت پر سر بحث لپاره ماښامانۍ ته وربللې وه.

دا وايي، هغه بې هوښه کړې وه، کله چې په په خود کې راغله د هوټل په یوه خونه کې وه او ښاغلی یاماګوچي هم ورسره و.

دا زیاتوي، هغه وخت چې دا پېښه رامنځ ته شوې، نوموړې د رویټرز خبریاله وه.

یاماګوچي د توکیو رایدو مشر و.

پولیس وايي، د پېښې په اړه کره شواهد نه شته.

یاماګوچي وايي، هېڅ ناقانونه کار یې نه دی کړی، چې په وینا یې، له هغې سره جنسي اړیکه د هغې په خوښه شوې ده.