ملګري ملتونه: تېره لسیزه کې لس میلیونه وګړي له خپلو سیمو بېځایه شوي

د خپرېدو وخت

جنیوا کې د کډوالو په اړه یوه نړیواله غونډه د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په دې غوښتنه پیل کړه چې د جګړو او نورو ګواښونو له لاسه د تښتېدلو میلیونو کسانو د کړاو د کمولو له پاره دې بېړني اقدامات وشي. هغه وویل د پناه غوښتنې حق له یرغل سره مخامخ دی او کوچنیان له خپلو کورنیو جلا کېږي.

په جینیوا کې جوړه شوې دا غونډه د کډوالو پر ستونزو او د هېوادونو پر مسوولیتونو غږېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره تېره یوه لسیزه د کډوالو د بې ځایه کېدو لسیزه بولي او وايي چې په اوسنۍ درې ورځنې نړیواله سرمشریزه کې یې هڅه دا ده چې د لس میلیونو کډوالو ستونزې ته اوږد مهاله حال لاره پیدا کړي.

د یو این اېچ سي ار د چارواکو په وینا په تېره لسیزه کې لس میلیونه وګړي له خپلو هېوادونو د بحرانونو او عدلي څار له امله نورو هېوادونو ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر فلیپو ګرانډي له بي بي سي سره په خبرو کې ویل دا د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی چې د کډوالو پیټی اوچت کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې اویا اعشاریه اته میلیونه وګړي له خپله مینو بې ځایه شوي.

په دې کې څلوېښت اعشاریه درې میلیونه یې په کور دننه بې ځایه شوي ، پنځه ویشت اعشاریه نهه میلیونه هغه وکړي دې چې یو این اېچ سي ار د ګډوالو په توګه پیژندلي او دریم نیم میلیونه پناه غوښتوونکي کډوال دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په وینا سوریه، افغانستان او سویلي سوډان هغه درې هېوادونه دي چې په ګڼ شمېر کې خلک ترې نورو هېوادونو ته د پناه غوښتوونکو په توګه ورځي.

د ښاغلي ګرانډي په وینا له بشري حقونو نه سرغړونې، کړکېچ، جګړه، تاوتریخوالی او کله کله هم شخصي تربګني ګنۍ د دې لامل کېږي چې خلک نورو هېوادونو یا سیمو ته مخه وکړي. هغه پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د کډوالو د ستونزو په هوارولو کې ونډه واخلي