اسپانیا په ځانګړو ځواکونو کې د ښځو شمېر ډېروي

د عکس سرچینه، Getty Images
د غیر دودیزو جګړو او ترهګرۍ د مخنیوي نړیوالو هڅو لړ کې د اسپانیا دفاع وزارت د خپلو ځانګړو ځواکونو په لیکو کې د ښځو ونډه ډېروي.
د دغه هېواد دفاع وزیره مارګریتا روبلیس وايي، ملګرو ملتونو غوښتي چې په نړیواله کچه د شخړو هواري لپاره له ښځو د لا ډېرې مرستې غوښتنه کړې.
په عراق او لیبیا کې د ملګرو ملتونو او ناټو ماموریتونو سره د مرستې لپاره داسې ښځې هم ګومارل کېږي چې په عربي ژبه پوهېږي.
مېرمن روبلیس د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندې مرکز لیدو ته ورغلې وه. د پنجشنبې پر ورځ راباسا سیمه کې د دغه مرکز لیدو پر مهال وزیرې د ترهګرۍ پر یوه مرکز د عملیاتو تریمن ولید، چې په افغانستان او عراق کې دغه ډول چاپې وهل کېږي.
په دغه ډول ماموریتونو کې په ځانګړې توګه د ښځو تالاشئ په څېر ښځینه پوځیانو ته سپارل کېږي.
اغلې روبلیس د ځانګړو عملیاتو قوماندې مرکز لیدنې پر مهال وویل، پوځیان باید نه یوازې د پرمختللې تکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ وکړي او چمتو واوسي، بلکې ''د ترهګرو پر ټولنیز او کلتوري شالید هم وپوهېږي. ''
اپریل کې د اغلې روبلیس ویلي و، حکومت هڅه کوي چې په دغه ډول ماموریتونو کې د ښځو ونډه زیاته شي.

د عکس سرچینه، Alamy
اسپانیا په ۱۹۹۹ کې د ښځو لپاره د پوځ بېلا بېلو څانګو کې د دنده ورکول پیل کړل او اوس مهال یې په ځواکونو کې د ښځو ونډه ۱۲ اعشاریه اووه سلنه ده چې د ناټو اوسط ۱۱ اعشاریه یوه پرتله ډېره ده.
د نړیوالو شخړو یو اسپانیايي ماهر جیسس نونیز بي بي سي ته وویل، په ځانګړو ځواکونو کې د ښځو لپاره اړتیا په ډېرېدو ده. نوموړی وايي یو شمېر مشخصو رولونو ته له کلتوري اړخه په ځانګړې توګه اړتیا ده، ''مثلاً د نارینه وو لپاره په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې شونې نه ده، چې له ښځو معلومات ترلاسه کړي. ''
نوموړی په مادرید کې د ای اي سي اي ایچ نومي څېړنیز مرکز مشري کوي چې دې لړ کې یې ملګرو ملتونو او اسپانیا حکومت ته مشورې ورکړې.


















