چیک جمهوریت: وسله وال سړي په روغتون کې شپږ کسان وژلي

د خپرېدو وخت

چیک جمهوریت کې ځايي پولیس وايي، یوه وسله وال سړي د روغتون په انتظار خونه کې له ځان وژنې مخکې شپږ کسان په ډزرو وژلي دی.

له پېښې درې ساعته وروسته پولیسو د دغه سړي مړی داسې حال کې له یوه موټره موندلی چې د خپل ټوپک په ډز یې ځان وژلی و. داسې باور کېږي چې دغه سړي د روغتون له ناروغانو یو و، خو د پېښې انګېزه لا هم معلومه نه ده.

پېښه د ختیځ اوستراوا ښار په روغتون کې له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې اووه بجې شوې.

د روغتون مشر جیري هاورلانت چيک ټلویزیون ته وویل، بریدګر له خبرداري پرته ناڅاپه ډزې پیل کړې او نهه کسان یې وویشتل.

څلور سړي او دوې ښځې وژل شوې او درې نور کسان سخت ټپیان شوي دي.

په روغتون کې دننه یوه ډاکټر اکتوالني نومې وېبپاڼې ته ویلي، له پېښې وروسته د روغتون دروازې وتړل شوې او ټول کارکوونکي د پېښې تر پایه په یوه دهلیز کې ایسار پاتې وو.

د بریدګر دفتري همکاران وايي، دغه سړی انجینر و او له پېښې مخکې یې د ناروغۍ له کبله رخصت اخیستی و او همدغه روغتون کې یې درمنله کېده.

لومړي وزیر اندریج بابیس پېښه تایید کړې او په وینا یې پر وژل شویو او ټپي شویو کسانو له نژدې واټنه ډزې شوې دي.

په چیک جمهوریت کې د ښکار مینه وال ډېر دي او له همدې کبله پکې ډېر خلک ټوپک ساتي، خو په دغه هېواد کې پر انسانانو د ډزو پېښې خورا لږې رامنځته کېږي.

په ۲۰۱۵ کې یوه ورته پېښه کې یوه سړي د اوهیرسکي ښار په رستورانت کې د اتو کسانو له وژنې وروسته ځان هم وژلی و.