تورنجنرال غفور: پاکستان له ایران سره ګډه ګزمه نه کوي

د خپرېدو وخت

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور دا خبره ونه منله چې د دغه هېواد او ایران وسلوال ځواکونه ګډه ګزمه کوي.

تورنجنرال غفور خپل ټوېټر کې د ډان ورځپاڼې یادولو سره ویلي، پاک- ایران پوله باندې د دواړو هېوادونو کومه ګډه ګزمه نه ده شوې.

د هغه په خبره، که د ګډو عملیاتو اړتیا وي، نو دواړه هېوادونه به خپلو خپلو سیمو کې ګزمه او عملیات کوي.

د ښاغلي غفور له دې څرګندونو وروسته خواله رسنیو کې بحث جوړ شوی چې که دا ګډه ګزمه نشته، نو مختلفو رسنیو ولې خپور کړی دی او ښاغلي غفور ولې یوازې د ډان یادونه کړې ده.

د تورنجنرال غفور له دې خبرو وروسته د ډان ورځپاڼې سمونګر یا ایډېټر ظفر عباس ټوېټ کې ویلي:

"دا ورانپوهانوی یا غلط فهمي د حکومتي خبري اژانس اې پي پي له خوا د خپاره شوي انځور له امله ده چې ور سره د پاکستان او ایران د ګډو ګزمو کپشن لیکل شوی و".

ظفر عباس دا هم ویلي، چې د پاکستان راډیو هم دا ډول ټوېټ کړی و.

د ډان ورځپاڼې سمونګر د ښاغلي غفور څرګندونو په هکله وايي، چې د هغه خبرو ته په پام ډان خپل خبر سموي.

کله چې بي بي سی د دې خبر په هکله د پاکستان دولتي خبري اژانس سره اړیکه ونیوله، له نومپرته یې وویل، چې دا خبر یې له پاکستان راډیو اخیستی دی.

خو لا هم د پاکستان راډیو په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران دولتي رسنۍ ایرنا هم دا خبر خپور کړی، خو د پاکستاني رسنیو حواله یې نه ده ور کړې.

د خواله رسنیو یوه کارن(کاروونکي) عمر علي خپل ټوېټ کې ویلي، دا خبر پر ایکسپرېس ټریبیون او دي نیوز سربېره حکومتي خبري اژانس هم خپور کړی، نو بیا د ډان یادولو ته څه اړتیا ده.

بل کارن سلیم خپل ټوېټ کې ویلي، مخکې له دې چې اصف غفور د ډان لمن ونیسی، پکار و دا یې لیدلي وی چې حکومتي رسنیو او د پاکستان راډیو دا خبر خپور کړی که نه.