هغه ماشومه چې د ابوظبۍ ولیعهد له مجبوریت کور ته وبلله

یو اے ای

د عکس سرچینه، @MohamedBinZayed

د عکس تشریح، ولیعهد له عایشې سره ویني.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسلوالو ځواکونو مرستیال قومندان شیخ محمد بن زاید النهیان د دوشنبې په ورځ کور ته د یوې ماشومې په بللو مجبور شو.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان متحده عربي اماراتو ته تللی و او یوه غونډه کې دواړو مشرانو له ماشومانو سره ولیدل.

دې ماشومانو د دواړو هېوادونو بیرغونه پورته کړي او دوو کتارونو کې ولاړ و.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د یوه کتار ماشومانو د محمد بن سلمان سره لیدل او بل کتار کې ماشومانو د ابوظبۍ ولیعهد بن زاید سره لیدل.

په دې مهال د محمد بن سلمان له کتار یوه ماشومه ووته او په منډه بل کتار ته لاړه چې د محمد بن زاید ته لاس ور کړي.

متحدہ عرب امارت

د عکس سرچینه، @MohamedBinZayed

د عکس تشریح، د ماشومې د خپګان ویډیو هم مشهوره شوه.

وليعهد محمد بن زايد چې دې ماشومې ته نږدې ورسېد، ماشومې لاس ور اوږد کړ، خو ولیعهد ورته له کتو پرته ترې تېر شو.

ماشومه ناهیلې شوه او ویډیو یې خواله رسنیو کې مشهوره شوه چې له امله یې محمد بن زاید دا ماشومه کور ته وبلله او ور سره ویې لیدل.

ولیعهد د عایشه محمد مشیهت المزوري له مور پلار سره هم ولیدل.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د ولیعهد محمد بن زاید او د دې ماشومې د لیدنې ویډیو هم مشهوره شوه.

د ابوظبۍ د ولیعهد پر حکومتي ټوېټر هم د دې لیدنې انځورونه خپاره شوي دي.