پاکستان: خواله رسنیو کې د رومیانو بیه سروزرو سره پرتله کېږي

د خپرېدو وخت

پاکستان کې دې وروستیو کې د نورو توکو ترڅنګ د رومي بانجانو یا ټماټرو بیې بې سارې پورته شوې او خواله رسنیو کې د سرو زرو سره پرتلل کېږي. په پښتونخوا کې خلک وايي، دا بیه یې له وس پورته ده. پلورونکي هم شکایت کوي چې د بیو لوړېدو او د پېردونکو کمېدو یې کاروبار خراب کړی دی.

پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، پاکستان کې د ټماټرو بیه تېره میاشت کې یو په درې زیاته شوې او اوس عوام د ټماټرو اخیستو توان نه لري.

د یوې سروې ترمخه پاکستان کې دا وخت له ۶۰ سلنه ډېر خلک د بې وزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي، چې د ټماټرو لوړو بیو د دوی ستونزې لا ډېرې کړې دي.

د پاکستان شمېرنې اداره وايي، تېر یو نیم کال کې د خوراکي توکو بیه د تېرو کلونو په څېر یو په درې لوړه شوې ده.

د پښتونخوا د حکومت د امر له مخې د سبو اړوند چارواکي د بولۍ چارې خپله څاري او د ورځې نرخ ټاکي، خو پلورونکي بیا هم په خپله خوښه ټماټر پلوري.

په پېښور کې ټماټر پلوری وايي، کله به یې چې د ورځې لس زرو سبزي راوړه ټول دوکان به ډک و، ماښام به ور سره شل زره روپۍ وې، لس زره به یې سبزي منډيي ته ور کړې. لس زره به ور سره پاتې وې.

"خو سهار مې څوارلس کرېټ ټماټر راوړي بېل یې شل زره شوی، خو تر مازیګر مې لس زره سودا نه ده شوې".

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند ویل چې واکمنېدو سره به ښه بدلون راولي.

خو د پېښور یو اوسېدونکي وایي بدلون دا شو چې اوس ټماټر نشي اخیستلی: "دا بدلون راغی چې له پنځوس دوه نیم سوه کیلو ته بیه لوړه شوه دا څنګه بدلون شو".

د ټماټرو بیې له دوو سوو تر دریو سوو پورته شوې دي او همدا وجه ده چې خواله رسنیو کې د ټماټرو بیه له سره زرو سره یو شان بلل کېږي.

خو د حکومت د مالیې سلاکار حافظ شیخ ترې ناخبره دی او د یو خبریال د پوښتنې ځواب کې وایي، چې د کراچۍ منډيي کې یو کیلو کیلو په ۱۷ کلداري دي.

حکومت پر ټماټرو پلورو د بیو لوړولو پړه اچوي، او وايي ټماټر یې پټ کړي دي. خو پېښور کې یو سوداګر وايي، د دې ستونزې اسانه حل دا دی چې له افغانستان سره پوله پرانیستل شي:

"مالیې دې کمې کړي، ټماټر به راځي او اړتیا به پوره شي".

اقتصادپوهان هم وايي، پاکستان ته د ټماټرو واردات کم شوي او تقاضا یا غوښتنه زیاته شوې همدا وجه ده چې دلته بیې اسمان ته ختلې دي.