تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپینه ماڼۍ: د ولسمشر ټرمپ روغتیایي وضعیت ښه دی
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته له هغه ویلي چې روغتیا یې "ډېره ښه" ده چې د کلنۍ روغتیايي ازموینې لومړی پړاو یې تېر کړ.
سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د ښاغلي ټرمپ ځینې معاینات د شنبې پر ورځ د واشنګټن په والتر ریید مرکز کې ترسره شول. دغه روغتیايي مرکز ته تګ د ولسمشر په ورځني مهالوېش کې نه ول او جزیات یې هم نه دي ډاکیزه شوي.
لس میاشتې وړاندې په ورته معاینه کې یې روغتیايي حالت ډېر ښه بلل شوی و.
د سپینې ماڼۍ رسنیز دفتر سکرټر په یوې وینا پاڼې کې ویلي چې د ښاغلي ټرمپ روغتیا ښه ده، کوم شکایت نه لري او باانرژي دی.
سټېفاني ګرېشم ویلي "تر دغو هر اړخیز او صادقانه معلوماتو ورهاخوا اټکلونه غیرمسولانه او د هېواد لپاره خطرناک دي."
په ولسمشریز ټاکنو د ښاغلي ټرمپ سیال برني سندرس باندې تېره میاشت د زړه حمله راغلې وه.
سر له دې چې د ولسمشر د فزیکي معایناتو له پاره کومه ټاکلې موده نشته خو تر دې وړاندې دوه نور یې وار له مخه اعلان شوي ول.
له کله راهیسې چې ډونلډ ټرمپ ولسمشر شوی په واشنګټن کې د والتر ریید مرکز ته نهه ځلې تللی دی.
اوس ۷۳ کلن ولسمشر، چې د لومړي ځل لپاره یې په لوړ عمر دنده پیل کړه د امریکا تر ټولو زوړ ولسمشر دی.