تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برلین دېوال چا جوړ کړ او څنګه ونړول شو؟
د دویمې نړیوالې جګړې سوبمنو ماته خوړلی جرمني خپلو کې ووېشه، پخواني شوروي ته یې ختیځه برخه ورسېده او لوېدیځ جرمني پانګولو ته ورسېد، چې امریکا، برتانیا او فرانسې خپلو کې ووېشه، خو دا درې برخې پر ۱۹۴۸ کال سره یو ځای شوې او لوېدیځ جرمني یې جوړ کړ.
پلازمېنه برلین د شوروي په واک کې و، چې د ختیځ او لوېدیځ جرمني دواړو اوسېدونکو یې پرې دعوه لرله.
د ۱۹۶۱ کال اګسټ کې شوروي د دواړو برخو ترمنځ برلین دېوال جوړ کړ چې د ختیځ او لوېدیځ بلاک ترمنځ د لومړۍ کرښې سمبول بدل شو.
دا دېوال ۱۵۵ کیلومتره اوږد او د اوسنۍ نړۍ تر ټولو اوږد دېوال شو.
د دې دېوال نژدې ۴۵ کیلومتره د برلین ښار پر زړه تېرېده او د ښار ټول استوګن یې سره وېشلي وو.
د سړې جګړې پیلېدو سره برلین د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د اختلاف مرکز شو. ختیځ المان چې برلین یې پلازمېنه و، د ټولې ولکې غوښتنه یې کوله، خو لوېدیځ دا غوښتنه ونه منله.
د دواړو ترمنځ د اختلاف زیاتېدو سره پر ۱۹۵۵ کال فدرال جرمني له ناټو سره یو ځای شو او ډیموکراټیک جرمني له ورشو سره یو ځای شو، چې دواړه د پانګوالۍ او سوسیالستي نظریو ترمنځ د سړې جګړې لومړۍ کرښه شول.
خو د ۱۹۴۹ له اګسټ تر ۱۹۶۱ پورې د ختیځ جرمني له دوه نیم میلیون ډېر وګړي لوېدیځ جرمني ته وتښتېدل. ان د دې دېوال له جوړېدو مخکې ورځو کې د ۱۹۶۱ کال د اګسټ له اولې تر ۱۳ پورې تر ۴۷ زره کسانو ختیځ جرمني پرېښود.
پر ۱۹۸۸ کال د پخواني شوروي د مشر میخایل ګورباچوف سمون پسې ټوله ختیځه اروپا کې د انساني حقونو د خلافورزۍ او سیاسي زور زیاتي پرضد لاریونونه ډېر شول او ژر ختیځ جرمني ته هم ورسېدل.
د ۱۹۸۸ کال ژمي کې برلین او لایپژیګ او درسډن ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې، چې پکې پولیسو ډېر کسان ونیول.
خو د اکتوبر پر ۱۸ د خلکو د اعتراض زیاتېدو سره چې شعار یې و "موږ خلک یو"، د حکومت او د ګوند مشر اریش هونکر استعفا وکړه.
د نومبر پر ۹ رادیو وویل چې د حکومت د پرېکړې له مخې د دواړو جرمنانو ترمنځ د پولې دېوال نړېږي، خلکو تر هغه باور نه کاوه چې له تبرونو او چاکوانو سره دېوال ته رسېدلي نه وو.
دا ستر دېوال چې تر ۳۰ کلونو د یو ملت پر زړه تېر شوی و، پر کنډوالو او لوټو بدل شو او تراوسه یې ډېر سیلانیان ټوټې له ځان سره خپلو هېوادونو ته وړي.
جرمن ملت هر کال د نومبر ۹ د دې دېوال د نړولو مراسم لمانځي چې سږ کال یې ۳۰ کلیزه وه.
دې مراسمو کې د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل وویل، هېڅ داسې لوړ او ستر دېوال نشته چې خلک یې ونه نړوي.