کوردانو ته د ترکيې ګوتڅنډنه

د ویډیو تشریح، کوردانو ته د ترکيې ګوتڅنډنه
د خپرېدو وخت

د سوريې ولسمشر بشار الاسد وايي ځواکونه به يې پای کې هغه سيمې بيا تر خپلې ولکې لاندې راولي، چې ترکيې خپل وروستي بريد کې نيولې دي. ولسمشر اسد چې د خپل هېواد له رسمي ټلويزيون سره يې خبرې کولې، ويلي د حکومت واک به یې د هېواد شمال ختيځو سيمو ته ګام په ګام ستنېږي، داسې حال کې چې د دې سيمې په اړه د روسيې او ترکيې ترمنځ جوړجاړي، د سوريې ځواکونه ته هغو سيمو ته د ورتلو لار پرانيستې چې پخوا کوردانو پر ولکه لرله. پر همدې مهال د کوردانو ته د ترکيې وروستۍ نېټه چې د سوريې له شماله دې ووځي پای ته رسېدلې ده. د بي بي سي علیم مقبول، د عراق شمال ته تللی چې د PKK له ذګوراس حېوا، سره وګوري او دې وروستیو پرمختګونو ته یې غبرګون وپوښتي.