امریکا وايي د داعش مشر ابوبکر البغدادي یې وژلی، فعالیت ته یې کتنه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن یکشنبه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې وژلی دی. ولسمشر ټرمپ وویل، په دې عملیاتو کې د داعش ګڼ جنګیالي هم وژل شوي، خو امریکایي ځانګړو ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو ویلي وو چې امریکایي ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې مشر پر ضد عملیات کړي دي، خو د هغه د وژنې خبره رسماً نه وه تائيد شوې.
خو ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، امریکا له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د البغدادي راتګ راتګ او فعالیت څارلو، او له بشپړ ډاډ نه وروسته یې د یکشنبې پر سهار د هغه پر ضد عملیات وکړل.
ښاغلي ټرمپ وویل، د عملیاتو پر مهال البغدادي له امریکایي ځواکونو د تېښتې په حال کې و، او د امریکایي پوځ سپیان ورپسې وو. ده ده په وینا، البغدادي پر یوه تونل ور ننوت او وروسته یې د خپل ځانمرګي واسکټ پر مټ ځان والوځاوه.