کشمیر: ځینې مخابراتی شبکې فعال شوې
د خپرېدو وخت
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ټلیفونونو ځینې شبکې بېرته فعالې شوې دي. څه د پاسه یوه میاشت وړاندې هغه مهال چې د لومړي وزير نرېندر مودي په مشرۍ د هند حکومت تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې ځانګړی حالت لغوه کړ، دې سيمه کې د تړاو ټولې شبکې پرې شوې. اوس د مزي ټیلفونونه بېرته فعال شوي خو د موبایل ټیلیفونونو او انټرنېت خدمتونه لا هم بند دي. کشمير کې خلک لا اوس هم د خپلو خپلوانو له حال احواله خبرېدو کې له ستونزو سره مخامخ وي.