د کشمیر وضعیت او د خلکو پر ژوند یې اغېز

د ویډیو تشریح، د کشمیر وضعیت او د خلکو پر ژوند یې اغېز
د خپرېدو وخت

څه باندې درې اونۍ وړاندې هند خپل کنترول لاندې کشمیر کې هغه ځانګړی وضعیت لغوه کړ چې له دې مخکې پکې پلی وو. همدې سره په دغه سېمه کې حالت ډیر ترینګلی شوی د خلکو عادي ژوند یې هم اغېزمن کړی له امله یې په سلګونو ودونه ځنډول شوي دي. بي بي سي سري نګر کې له یوې ناوې، حنا رخسار سره کتلې چې له دا څو میاشتو د خپل واده په تیاریانو بوخته ده.