د هند نوې اپاچي چورلکې څومره خطرناکې دي؟

د خپرېدو وخت

هند له امریکا د ۲۲ جنګي اپاچي چورلکو د پېلو تړون وکړ چې اته هند ته ور کړل شوې او پاتې د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې ور سپارل شي.

اپاچی ہیلی کاپٹر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند پټان کوټ هوايي اډه کې له ځانګړو مراسمو سره دا چورلکې پوځ ته ور ګډې کړې. دې مراسمو کې د هند د پوځ لوی درستیز بریندر سینګ دنوا ځانګړی مېلمه و.
اپاچی ہیلی کاپٹر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پټان کوټ هوايي اډه کې د دې چورلکو درول په دې مهم دي چې دا سرحدي سیمه ده او په دا مهال د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.
اپاچی ہیلی کاپٹر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بوینګ له هند مخکې دا چورلکې د امریکا، مصر، اندونیزیا، اسراییل، یونان، قطر، سعودي او جاپان پر ګډون په مختلفو هېوادونو پلورلې دي.
اپاچی ہیلی کاپٹر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کمپنۍ په خبر، ۱۶ فوټه لوړې او ۱۸ فوټه سورورې دا چورلکې دوو پیلوټانو ته اړتیا لري. لوی انجن لري څرخ او پکی یې چټک وچلوي.
اپاچی ہیلی کاپٹر

د عکس سرچینه، BOEING.COM

د عکس تشریح، د هند د هوايي ځواکونو مشر وايي، دا د نړۍ تر ټولو ځواکمنې چورلکې دي. جنګي عملیات کوي. بوینګ وايي، دا چورلکې په یو وخت نږدې درې ګړۍ الوت کولی شي.
اپاچی ہیلی کاپٹر

د عکس سرچینه، BOEING.COM

د عکس تشریح، بوینګ وېبپاڼه وايي، دا چورلکې پر ګړۍ ۲۸۰ کیلومتره مزل کولی شي. تر ۵۵۰ کیلومترو الوت سره دا چورلکې د ټانک له منځه وړونکي ۱۶ توغندي لېږدول شي، بېخ کې یې داسې ټوپک دی چې ججوری یې له ۱۲۰۰۰ مرمیو ډکېږي.
اپاچی ہیلی کاپٹر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بوینګ وايي، د دې کمپنۍ او د امریکايي پوځ د تړون له مخې، بوینګ د دې چورلکو ساتلو کې مرسته کوي، خو دا مرسته وړیا نه ده. دا چورلکې داسې جوړې شوې چې رادر یې موندل هم ګران دي.
اپاچی ہیلی کاپٹر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برتانوي پوځ یو پیلوټ اېډ میکي وايي، د اپاچي پورته کول داسې دي، لکه تاسو د داسې ګاډي پر سر تړل شوی یاست چې ۱۶۰ کیلومتره پر ګړۍ مزل کوي. د هغه په خبره، هند دې برخه کې د هر پیلوټ د روزلو لپاره دېرش لکه ډالر خرچه کړې ده.