کشمیر کې پر امنیتي ځواکونو د شکنجې تورونه لګېدلي

د ویډیو تشریح، کشمیر کې پر امنیتي ځواکونو د شکنجې تورونه لګېدلي
د خپرېدو وخت

د بي بي سي يوې پلټنې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د پوځيانو له خوا د وحشي وهلو او ځورونو ادعاوې سپړلې دي. له هغه راهيسې چې د هند حکومت د دغې سيمې نيمه کورواکۍ حالت لرې کړی، ۲۶ ورځې تېرېږي، چې ترڅ کې يې مخالفانو وځپل شول، او زرګونه ونيول شول. د هند پوځ دا ادعاوې بې بنسټه بللې دي. هند او پاکستان دواړه پر کشمير داوه کوي، او دواړه اتومي ګاونډيان د دغې سيمې پر بېلو برخو ولکه لري. ځينې له مهمې کوراکۍ د هند تر ولکې لاندې کشمير بې برخې کولو ته د هندو قامپاله حکومت يوې داسې هڅې په توګه ګوري، چې غواړي د هند يوازيني مسلمان اکثريت ايالت کې لا ډېر کنټرول او ولکه ولري. د مخابراتي تړاو نژدې بشپړ تماس بنديز سره سره، د بي بي سي سمير هاشمي کشمير ته ورغلی و، او له هغه ځايه يې دا راپو راستولی دی، چې ښايي ځينې برخې یې بوږنوونکې ومومئ.