ښارونو کې د پارکېنګ نشتوالي سرخوږی

د ویډیو تشریح، ښارونو کې د پارکېنګ نشتوالي سرخوږی
د خپرېدو وخت

د افغانستان لويو ښارونو کې د پارکېنګ يا ګاډو درولو ځايونه نه شته، داسې حال کې ټرافيک پوليس هر هغه ګاډی چې پر سړک ولاړ وي پنچروي. دلته بريتانيا کې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته موده کې د ګاډو پلور په چټکۍ لوړ شو. خو د ګاډو له زياتوالي سره، ټرافيکي ګڼه ګوڼه راځي او د پارکېنګ ځایونو اړتيا ورسره زياتېږي. يوه داسې مسئله ده، چې بي بي سي ۱۹۵۴ کال کې له شونو حل لارو سره ورته کتنه کړې وه. نو د بي بي سي له ارشيفه یې په اړه دا راپور ګورو.