تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هوکړه بشپړه شوې
پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه بشپړه شوې، خو په ډاګه کول د دې لپاره څو ورځې ځنډول شوی چې پایله به یې له افغان حکومت سره شریکه کړل شي.
ورځپاڼه لیکي، د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد به کابل او بروکسل ته ځي چې د ناټو سازمان له چارواکي له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې له وروستیو معلوماتو خبر کړي.
ډیلي ټایمز زیاتوي سرچینو ورته ویلي چې قطري چارواکو د ځینو هېوادونو استازي د دې هوکړې لاسلیک مراسمو ته د ضمانت کوونکو په توګه غوښتي، خو تراوسه یې ګډون نه دی تایید شوی.
ډیلي ټایمز د یوه طالب ویاند له قوله لیکلي چې دوی تمه لري ملګري ملتونه، د اسلامي همکاریو سازمان، روسیه، چین او د افغانستان ګاونډي هېوادونه د دې هوکړې تضمین وکړي.
واشنګټن پوسټ
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې په جګړه کې د امریکا پر چلند نیوکه شوې او لیکوال یې وايي، ستونزه دا ده چې د دې جګړې اصلۍ هدف نه دی تعریف شوی. په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې له طالبانو سره لومړنۍ هوکړه چې امنیتي اندیښنې به له مخې لېرې کړي په دې معنی نه ده چې د امریکا ګټې خوندي شوي دي.
لیکوال ټینګار کوي چې امریکا باید له طالبانو سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې په رښتینې بڼه جګړه پای ته ورسوي او په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیزې ګډوډۍ لاملونه له منځه یوسي.
لیکوال وايي، د جګړې پای ته رسولو لپاره باید هوکړه وشي، خو که امریکا هوکړه ونه کړي، نو بله لاره به تردې ناوړه وي.
عرب نیوز
عرب نیوز ورځپاڼې لیکلي، افغان چارواکي وايي، که اړتیا شي د ټاکنو امنیت خوندي کولو لپاره د امریکايي ځواکونو مرسته وغوښتل شي.
انډیپنډینټ
بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ لیکلي، له چین سره د سوداګریزې شخړې په اړه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پرونیو څرګندونو ښکاري چې د دې شخړې له امله تر فشار لاندې دي چې باید ترینګلتیا راکمه کړل شي ځکه دا پر نړیوالې سوداګرۍ اغېز کوي او له څرګندونو یې داسې ښکارېده چې نوموړی پر دې ترینګلتیا خواشینی دی.
انډینپنډینټ لیکلي، دا پيغام ضد و نقیض و. ښاغلي ټرمپ ویلي له چین سره به د سوداګرۍ په اړه خبرې په نږدې راتلونکې کې بیا پیل شي، خو انډیپنډینټ لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، نه پوهېږم چې د امریکا ولسمشر مطلب څه دی؟