تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: دارالامان ماڼۍ تر بشپړې بیارغونې وروسته
دارالامان ماڼۍ د امان الله خان په وخت کې جوړه شوه، د وخت دغه پادشاه د دوو کلونو لپاره د هېواد چارې له دې همدې ودانۍ اداره کولې او ټولې دولتي ادارې پکې فعالې وي.
۱۳۵۵ کال کې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه په دې قصر کې جوړه شوی وه.
د حفيظ الله امين په وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ټوله دستګاه یوځل بیا د دارالامان قصر ته ولېږدول شوه خو په ۱۳۵۸ کال کې د جدې په شپږمه د پخواني شوروي د برید پر مهال دغه ودانۍ یو ځل بیا په اور کې وسوځېده.
له دغه ودانۍ د وخت د بل واکمن نجیب الله پر مهال دفاع وزارت وو چې د شهنواز ټني د کودتا پر مهال یې بیا زیان ولید، خو بېرته بیا جوړه شوه.
وروستی درد دې ودانۍ د مجاهدینو خپل منځو جګړو کې ورسېد، لوی بمونه پرې وغورځول شول او نژدې لویه برخه یې ویجاړه شوه.
ولسمشر غني د چارشنبې ماسخوتن (اګسټ ۲۱مه) په کابل کې د دارالامان ماڼۍ له بیا رغونې وروسته رسماً پرانیستله
پاسني ټول عکسونه د ارګ دي