تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: یو کال موده کې به ډېری بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي
ټایمز
امریکایۍ مجلې ټایمز لیکلي، له طالبانو سره په قطر کې هوکړه شوې چې د راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال د نومبرمیاشتې له پای وړاندې د امریکا ډېری سرتېري له افغانستان وویستل شي.
ټایمز لیکي: دا معلومات یې له افغان او پاکستاني چارواکو ترلاسه کړي چې زلمي خلیلزاد ورته له طالبانو سره د خبرو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي، دا مجله لیکي دواړه خلیلزاد او ملا برادر په خصوصي توګه اړونده کسانو ته تراوسه د شوې هوکړې په اړه چې لا اعلان شوې نه ده معلومات ورکوي.
خو ټایم لیکي یو خنډ پاتې دی او هغه دا چې خلیلزاد ټینګارکوي چې د ترهګرو ډلو د ګواښ د مخنیوي لپاره به یوه ډله امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې کېږي، خو طالبانو یې مخالفت کوي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلرله قوله ویل شوي چې د ځانګړو ځواکونو د یوې ډلې پرمټ چې هوايي ملاتړ ورسره وي د القاعده او داعش ډلې سره مبارزه کولی شي.
ټایم لیکي خلیلزاد د افغانستان، ملګرو ملتونو او ناټو چارواکو ته ویلي که له طالبانو سره خبرې ناکامۍ شوې نو ولسمشر ټرمپ ښايي په چټکۍ له افغانستانه ځواکونه وباسي، خو پخواني امریکایي او اوسني افغان چارواکي خبرداری ورکوي چې دا ډول یو دریځ ښايي طالبان دې ته وهڅوي چې خبرې ځنډنې کړي.
ټایم لیکي: د طالبانو یوې سرچینې چې کوټې شورا ته نږدې ده ورته ویلي، د کوټې شورا طالب استازو ته ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره پر یو کال موافقه وکړي، خو ټایم زیاتوي که راتلونکې میاشت د ځواکونو وتل پیل شي او په د ۲۰۲۰میلادي په نوومبرکې بشپړ شي، نو د سرتېرو د وتلو چاره به په ۱۴ میاشتو کې بشپړه شي او دا د وروستۍ هوکړې پر وړاندې یو بل خنډ بلل کېږي.
فارن پالیسي
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د احتمالي هوکړې په صورت کې او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ځینو ځواکونو فعالیت ته په اشارې سره فارن پالیسي خپرونې په خوست کې د میشتو افغان ځواکونو په اړه چې ځینې کمپاین ځواکونه بولي.
په دې اړه د خپاره شوي مطلب سرلیک دی، د امریکا استخباراتي اداره څه ډول په افغانستان کې خپل موجودیت خوندي کوي؟
په مطلب کې ویل شوي ان کله چې د اوربند خبره کېږي نو شونې ده چې د امریکا د استخباراتي ادارې له خوا روزل شوی ځواک د پردې تر شا خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
ډان
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله د کشمیر مسئلې ته ځانګړې کړې او خبرداری ورکوي چې د کشمیر لانجه ښايي پر نړیوال وضعیت اغېز وکړي.
ورځپاڼه نیوکه کوي چې نړیوالو د پاکستان خبرداري ته پام ونه کړ، د کشمیر په اړه یې د هند ګام بشپړ ونه غانده او د نړۍ په دریځ کې یو ډول ګونګوالی لیدل کیږي.