بنګله دېش کې د روغتیا پالنې عامه پوهاوي بهیر
د خپرېدو وخت
په بنګله دېش کې د ښځو یوه ډله لګیا ده او نورو ته د menopause یا میاشتني عادت یا حیض د درېدو په اړه معلومات ورکوي. دوی وايي ډېری بنګله دېشۍ ښځې د میاشتني عادت د درېدو حالت نه پېژني او په هغو علامو او نښو هم نه دې خبرې چې په دغه وخت کې ورته پیدا کېږي. دې ډله ښځو دغه تېر دوه کلونه له ځوانو نجونو او ښځو سره پر دې موضوع خبرې کړې دي خو وايي چې دا پروسه باید همدلته ختمه نشي او په دې اړه زده کړه نوره هم ډېره شي.