تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تېره جولای میاشت د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ګرمه ثابته شوه
د سپوږمکۍ د معلوماتو له مخې د سږکال جولای په نړۍ کې له هغه راهیسې چې د تودوخې ریکارډ ساتل پیل شوي، تر ټولو ګرمه میاشت ثابته شوې. دا ارزونه د اروپايي ټولنې د اقلیم بدلون د خدمتونو (C3S) د څېړونکو له خوا ترسره شوې.
ساینس پوهان وایي، دا د ځمکې لپاره د تودوخي د ازمایښت وروستۍ تازه نښه ده. ټولې اروپا تېره میاشت د تودوخي ګرمې څپې وزغملې.
د تېرې جولای وروستیو کې په لویدځه اروپا کې د سختې ګرمۍ څپه لا پسې توده شوه او ځینو هېوادونو کې یې د ګرمۍ پخواني رېکارډونه مات کړل.
په هالنډ کې پنجشنبه ۲۵ جولای د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو ګرمه ورځ بلل شوې ده.
په نړېواله کچه د ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای میاشت د ۲۰۱۶ کال د همدې میاشتې په پرتله ۰٫۰۴ درجې ګرمه ثبت شوې.
د جولای میاشت نوې نښه د جون لپاره له نړیوال ریکارډ څخه څارل کېږي، کوم چې د څو بېلابېلو ادارو د معلوماتو له خوا تأیید شوی.
د اقلیم بدلون د خدمتونو د ادارې په وینا د کال هره میاشت د څلورو ډېرو ګرمو میاشتو په کټګوریو کې راغلی.
په داسې حال کې څېړونکي نه شي کولی دا نوې لوړې نښې په مستقیم ډول د اقلیم له بدلون سره وصل کړي، د ساینس پوهانو په منځ کې یو پراخ احساس شته چې د انساني فعالیتونو څخه د کاربن ډای اکسایډ اخراج تودوخه بدلوي او ښايي نوي ریکارډونه رامنځته کړي.
وړم کال ساینسپوهانو خبرداری ورکړ چې لا ګرمه نړۍ به خورا ډېر کاربون اتموسفیر یا چاپیریال ته استوي او له امله به یې ډېر خطرناک اقلیمي بدلون رامنځ ته شي.
د دوی په وینا، د ځمکې یو سانتي ګراد یا ۱،۸ فارنهایټ درجې ګرمېدل به تر ۲۰۵۰ کال پورې اتموسفیر ته ۵۵ میلیارد ټنه کاربون واستوي.
دا به د سیارې اقلیمي جوړښت داسې ټکي ته ورسوي چې بېرته ستنېدل به یې ناشوني وي.
په پخوانیو ارزونو کې د کاربون د شمېر په هکله څه نه و ویل شوي، خو اوس د ساینسپوهانو نړیوالې ډلې ویلي، په ځمکه کې د کاربون زېرمې هم ککړې شوې دي.