پرتګال کې د اور وژنې لپاره پراخ عملیات پیل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د پرتګال د اور وژنې سلګونه کسان تېره یکشنبه ورځ د دې هېواد د مرکز غرنیزې سیمې ځنګل کې د طبیعي اورلګېدې د پراخېدو مخنیوي لپاره تېره کړې.
د رپوټونو له مخې په کاسټلو برانکو سیمه کې یادې اورلګېدنې اته نظامي او دولس ملکیان ټبیان کړي دي.
په سیمه کې د درې لویو اورلګېدونو مخنیوي لپاره له څرخي او اوبو شېندوکو الوتکو نه هم ګټه اخیستل شوې.
چارواکي وايي تر اوسه دوه لویې اورلګېدنې کابو شوې دي.
ددې اور وژنې عملیاتو کې د اور وژنې شاوخوا ۸۰۰ مامورین، ۲۴۵ ګاډي، ۱۳ اوبشیندونکې الوتکې په سیمه کې د اور کابو کولو لپاره په کار لګیا دي.
د پرتګال د کورنیو چارو وزارت ادواردو کابریتا ویلي اور لاهم لګیدلی او زیاته کړې یې ده چې د اورلګېدنې د لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې.
یو اټکل دادی چې اور په قصدي ډول لګول شوی.

د عکس سرچینه، AFP
هغه ویلي: "عجیبه ده چې پنځه لویې اورلګېدنې په یوه وخت یو ځای او کم واټن کې پیل شوې وي؟"
د پرتګال پوځ ویلي، د بندو لارو خلاصولو او د اطفایې برخې کارکوونکو سره د مرستې لپاره یې ځواکونه او وسایل استولي.

د عکس سرچینه، EPA
دا اور د شنبې ورځې له غرمې وروسته پیل شوی او تېز باد یې پراخېدو کې مرسته کړې.
له سیمې په احتیاطي ډول خلک لېږدول شوی او څو اصلي واټونه هم تړل شوې دي.
د پرتګال هوا تر ډېره توده ده او پراخ ځنګلونه لري. دا هېواد هرکال د طبیعي اورلګېدنې شاهد وي.
په ۲۰۱۷ کال کې د پرتګال په لویې اورلګېدنې کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.



















