برازیلی راهب: چاغې ښځې جنت کې ځای نه لري

woman

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ډېری ټولنو کې چاغې ښځې ته په سم نظر نه کتل کېږي، خو په وروستیو کلونو کې ډېری هېوادونو کې دا نظر په بدلېدو دی.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

یوه برازیلي راهب ویلي، چاغې ښځې په جنت کې ځای نه لري. د راهب ددغو څرګندونو یوه وېډیو کې ښکاري چې د خبرو پرمهال د یوې چاغې ښځې له خوا پړمخې غورځول کېږي.

یاد راهب ویلي، "چاغې ښځې جنت ته د ننوتلو چانس نه لري."

ویل کېږي دغه راهب په خود کې نه و چې دا خبرې یې کړې دي، خو کله چې په هوښ کې راغلی بیا یې هم د چاغو ښځو په تړاو د دغو خبرو بښنه ونه غوښته، بلکې ټینګار یې دا و چې ګني دی د چاغو ښځو په حق کې نه دی تېروتی.

د خواله رسنیو ډېری کاروونکو دا وېډیو د ټوکې او ملنډو په توګه لاس په لاس کړې ده.

ډېری کارنو یې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي، په تېره بیا ښځو ډېر غندلی دی.

د راهب ددې وېډیو له خپرېدا څو ساعته وروسته پر ټوېټر په عربي نړۍ کې '#چاغه_نجلۍ_خوښوې_که_ډنګره' هشټګ ډېر لاس په لاس شو، چې یوازې مصر کې یې په اړه تر ۴۲ زرو ډېر ټویټونه وشول.

یوه ټوېټر کارن لیکلي: "مینه پر ظاهري بڼې پورې اړه نه لري، ښايي هغه یوازېنی احساس وي چې ستا د ننه اوسېږي".

ځینو ښځو له چاغو ښځو سره د خواخوږۍ ښودلو پیغامونه او تبصرې هم خپرې کړې دي.

د ساره قحطاني په نامه ټوېټر کاروونکې لیکلي: "ښځه امانت ده او د اهانت لپاره نه ده پیدا شوې".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په ډېری ټولنو کې چاغې ښځې ته په سم نظر نه کتل کېږي، خو په وروستیو کلونو کې ډېری هېوادونو کې دا نظر په بدلېدو دی.

فاطمه بارکر چې په ټولنه کې د ښځې په اړه د نظر اړولو لپاره کار کوي، د "ځان خوښول" په اړه یو کمپاین هم پیل کړی دی.

نوموړې پر خواله رسنیو د چاغو ښځو انځورونه خپروي، چې ټولنه دې ته راضي کړي چاغې ښځې هم د ټولنې یوه برخه ده او د چاغو ښه په اړه منفي فکر ته ښځې باید تسلیم نه شي.