محمد مرسي خاورو ته سپارل شوی

د ویډیو تشریح، محمد مرسي خاورو ته سپارل شوی
د خپرېدو وخت

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي قاهره کې خاورو ته سپارل شوی دی. دی پرون محکمه کې له ناڅاپي لوېدو وروسته مړ شوی و. د بښنې نړيوالې ټولنې پر مصر غږ کړی، چې د مړينې په اړه يې دې يوه بې پرې پلټنه وکړي، او بند کې يې ورسره د چلن په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي. همدا راز ملګرو ملتونو هم د پلټنې غږ کړی. د مصر حکومتي ټليوزيون ويلي پر دغه ۶۷ کلن د زړه حمله راغلې وه..