تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډونلډ ټرمپ ټویټ کې په املايي تیروتنې ملنډې
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه ټویټ وروسته له هغه غوغا جوړه کړې چې پکې املايي تېروتنه شوې ده.
ښاغلي ټرمپ د انګلستان په څنګ کې پروت د ویلز (Wales) ایالت نوم سپیلینګ غلط کړی او پر ځای یې د نهنګ انګلیسي نوم وېلز (Whales) لیکلی چې ټوېټر کارونکو پرې ملنډې وهلې دي.
ټرمپ لیکلي چې د خپل بهرني سفر په بهیر کې یې د نورو ترڅنګ د ویلز له شاهزاده سره کتلي دي.
که څه هم ښاغلي ټرمپ خپل ټویټ سملاسي لرې کړی، خو د ټویټ انځورونه یې وار له مخې اخیستل شوي او په خواله رسنیو کې کښته پورته کیږي.
ځینو ټویټر کاروونکو د امریکا د ولسمشر انځور سره د نهنګ انځورونه اچولي او ورته لیکلي یې دي چې د ویلز له شاهزاده سره د ولسمشر ټرمپ ملاقات.
ګرایمي ډېمیانایک په نوم د ټویټر کاروونکي داسې انځور خپور کړی چې پکې نهنګ ته تاج په سر کړای شوی، په لاس کې یې توره ده او په ځانګړي شاهي ګاډي کې روان دی. دې انځور ته یې لیکلي چې د ویلز شهزاده.