د یوې مڼې هومره زېږېدلې ماشومه له روغتونه رخصت شوه

د عکس سرچینه، AFP
امریکايي ډاکټران اټکل کوي چې د دغه هېواد یوه روغتون کې زېږېدلې ماشومه نړۍ کې تر ټولو کم وزنه ماشوم دی چې له ټاکلې مودې مخکې زېږېدلې او ژوندۍ پاتې شوې ده.
د ۲۴۵ ګرامه وزن دغه ماشومه چې سایبې نوم ورکړل شوی اوس له روغتونه کور ته استول شوې ده. د ۲۰۱۸ کال دسمبر کې زېږېدلې سایبې د خپلې مور مېندوارۍ په ۲۳ مه اونۍ کې وزېږېده او د ډاکټرانو په خبره هغه مهال یې وزن د یوې لویې مڼې برابر و.
د زېږېدو له ورځې راهیسې دغه ماشومه د کلفورنیا ایالت سان ډیاګو ښار شارپ ماري بیرچ روغتون ځانګړې پاملرنې څانګه کې ساتل کېده. په لومړي سر کې ډاکټرانو د سایبې مور او پلار ته ویلي و چې ښايي لور یې څو ساعتونو پورې ژوندۍ پاتې شي.

د عکس سرچینه، AFP
خو اوس چې له روغتونه کور ته استول کېده وزن یې د یوه روغ رمټ ماشوم په څېر نژدې دوه نیم کلیو ګرامو ته رسېدلی او د ډاکټرانو ټول اټکلونه یې ناسم ثابت کړي دي.
یوه نرس چې په روغتون کې یې د دغې ماشومې پالنه کوله وايي، د سایبې ژوندي پاتې کېدل او د روانې میاشتې لومړیو کې کور ته ستنېدل یوه (معجزه) ده.
بل لور ته د کم وزنه ماشومانو ثبت شوی ریکارډ هم ښيي چې سایبې د زېږېدو پر مهال د نړۍ تر ټولو کم وزنه ماشومه وه.
د لوا پوهنتون هغه څانګه چې دغه رېکارډ ساتي وايي، له دې مخکې ۲۰۱۵ کال کې جرمني کې یوه ماشومه زېږېدلې وه، چې د زېږېدو پر مهال یې وزن ۲۵۲ ګرامه و.
بل لور ته په جاپان کې د سږ کال لومړیو کې یو ماشوم زېږېدلی چې وزن یې ۲۶۸ ګرامه دی او دی هم له وخته مخکې د زېږېدو پر مهال تر ټولو کم وزن لرونکی هلک بلل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
د سایبې مور له ټاکلې مودې درې میاشتې مخکې د جراحي عملیاتو په وسیله هغه وزېږوله، ځکه ډاکټرانو د هغې بدن کې د پري اکلامپسیا په نامه ناروغي تشخیص کړې وه، چې د مېندوارۍ پېچلتیا یوه ناروغي ده.


















