د رسنيو نړيواله ورځ

د ویډیو تشریح، د رسنيو نړيواله ورځ
د خپرېدو وخت

نن د رسنيو ازادۍ نړيواله ورځ ده. يوه داسې چاپېريال کې چې د راپور ورکولو پر وړاندې په کې د نه زغم حالت په زياتېدو دی، د داسې خبريالانو پرتله چې د وسله والو نښتو او جګړو له سيمو راپورونه ورکوي، لا ډېر هغه خبريالان وژل کېږي چې د خپلو ټولنو خبرونه خپروي. د تېر کال شمېرو ته په کتو، ګورو چې لږترلږه ۹۵ خبريالان د خپلو دندو له امله مړه شوي، تر ټولو لوړ شمېر یې افغانستان، امريکا او مکسيکو کې و. له ١٩٩٤ کال نه تر ٢٠١٨ پورې په افغانستان کې ٤٨ خبريالان وژل شوي دي. په پاکستان کې بيا دا شمېره په همدې موده کې ٦١ ته رسېږي د نړۍ لروبر سلګونه خبريالان بنديان شوي هم دي، تر ټولو لوړ شمېر یې ترکيه کې و. زهرا دوګان، د ترکيې يوه کوردۍ خبرياله او هنرمنده ده، د يو انځور په رسمولو یې دوه کاله بند کې تېر کړي وو. دا يې په اړه کيسه ده.