ورځپاڼې: دوه زره افغان کارګر عربي اماراتو ته استول کېږي

د خپرېدو وخت

برتانوۍ انډیپنډینټ ورځپاڼې په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو د بریدونو په تړاو یوه ځانګړي مطلب کې لیکلي چې د دغې ورځپاڼې خبریال د راپور جوړولو لپاره د همدې ښار د وسلو پلورلو دوکانونو ته ورغلی او لیدلي یې دي چې هلته وسلې چې ماشیندار هم په کې شامل دي لاهم پلورل کېږي.

ورځپاڼه لیکي، میاشت لا نه کیږي چې د یوه وسله وال برید وروسته په نیوزیلنډ کې پر دې خبرې کېدې چې پولیس باید وسله واخلي چې د دا ډول پېښو مخنیوی کې مؤثر واقع شي، خو انډیپنډیټ لیکي ښايي اوس چې پر دوه جوماتونو برید شوی ښايي د داسې یوه ګام سره مخالفت په نشت حساب وي.

ورځپاڼه د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې جسټینډا آرډن هغه ژمنې ته هم اشاره کوي چې ویلي یې و په دغه هېواد کې به د وسلې لرلو په قانون کې بدلون راولي.

سعودۍ ورځپاڼې عرب نیوز لیکلي چې ولسمشر اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته دې هڅه کې دی چې له متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سره اړیکي پراخې کړي.

ورځپاڼه لیکي په همدې لړ کې په پام کې ده چې په نژدې راتلونکې کې دوه زره افغان کارګر متحده عربي اماراتو ته واستول شي. ورځپاڼه لیکي په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د تېر پرتله د پام وړ زیاته شوې ده.

عرب نیوز لیکي، متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د یو نیم میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې چې یوه برخه یې د روغتونونو او استوګنې ښارونو په رغولو لګول شوي دي.

فرانسوۍ مجلې لوبس L'Obs لیکلي چې داعش ډلې هغه فرانسوي غړي چې په عراق کې د دغې ډلې له ماتې وروسته دولتي ځواکونو نیولي غواړي، په فرانسه کې محاکمه شي نه په عراق کې.

دا مجله لیکي، په دې غوښتنې سره اوس فرانسه له یو ډول اشکال سره مخامخ دی او په فرانسه کې په دې اړه اوس پېچلي بحثونه کېږي، ځکه له یوې خوا د دغو کسانو په بېرته راتګ سره د فرانسې امنیت ګواښل کېږي او له بله پلوه دا چې دغه کسان په عراق کې د اعدام له حکم سره مخامخ کېدونکي دي نو د بشري حقونو د معاهدې په رڼا کې فرانسې ته ځینې مسؤولیتونه متوجه دي.

نو ځکه مجله لیکي، د فرانسې د عدلیې وزارت ټینګار کړی چې پاریس به په دې برخه کې لاس په کار شي او غوښتنه به وکړي چې دغو کسانو د اعدام پر ځای هغوی ته عمر قید سزا ورکړي دا په هغه صورت کې که په رښتیا هم دغه کسان پر اعدام محکوم شول.