د نیوزیلنډ کابینې د وسلو د ملکیت قانون بدلولو ملاتړ کړی

لومړۍ وزیرې جسیندا ارډن (ښۍ خوا ته) ویلي، په څو ورځو کې به د وسلو د ملکیت د قانون بدلولو په اړه جزییات اعلان شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړۍ وزیرې جسیندا اردرن(ښۍ خوا ته) ویلي، په څو ورځو کې به د وسلو د ملکیت د قانون بدلولو په اړه جزییات اعلان شي.
د خپرېدو وخت

د نیوزیلنډ کابینې په هېواد کې د وسلو ملکیت په تړاو د لومړۍ وزیرې جسیندا اردرن د اصلاحاتو د قانون بدلولو ملاتړ کړی. د وسلو لرلو قانون د اصلاحاتو خبره د هېواد د کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو تر خونړي برید وروسته راپورته شوه.

په دې بریدونو کې لږترلږه ۵۰ لمونځ کوونکي ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول.

پولیس وايي، بریدګر په پوځي سټایل وسلې ورسره ګرځولې.

د جمعې ورځې له برید وروسته په هېواد کې د وسلو لرلو قانون کې د اصلاحاتو راوستلو غږونه راپورته شول، چې لومړۍ وزیرې وویل "ژر به د وسلو لرلو خپل قانون بدل کړو."

هغې خبریالنو ته د وزیرانو شورا له غونډې وروسته وویل، هیله یې ده ده چې د مارچ تر ۲۵مې پورې د اصلاحاتو په اړه نور جزییات اعلان کړي.

نیوزیلنډي پولیسو په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د خونړي برید په تړاو د برید اړوندو "توکو" موندلو په موخه دوه کورونه تلاشي کړي، او ټینګار یې دا دی چې له څېړنډلې سره به د یوازېني تورن کورنۍ په څېړنو کې مرسته وکړي.

پولیسو ویلي، په نیو ساوټ ویلز کې یې هغه دوه کورونه پلټلي چې د برید اصلي عامل برنټون تارانټ په کې اوسېدلی دی.

نیوزیلنډیانو پر دوو جوماتونو له خونړي برید وروسته د وژل شویو په یاد کې شمې بلې کړې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، نیوزیلنډیانو پر دوو جوماتونو له خونړي برید وروسته د وژل شویو په یاد کې شمې بلې کړې

پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "له تلاشۍ نه هدف په رسمي توګه د داسې توکو موندل دي چې ښايي له نیوزیلنډي پولیسو سره په روانه څېړنه کې همکاري و کړای شي."

د تېرې جمعې په ورځ د کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو ۲۸ کلن استرالیا الاصله بریدګر برنټون تارانټ په ډزو لږترلږه ۵۰ کسان ووژل او همدومره یې ټپیان کړل.

پولیس وايي، ټولنه باید ډاډه شي چې پلټنې هېچا ته زیان نه رسوي.

که څه هم بریدګر د نیوزیلنډ شمال نیوساوت ویلز کې اوسېدلی، خو ډېری وروستۍ لسیزه یې له هېواده بهر تېره کړې ده.‌

تارانت د قتل له تور سره مخامخ دی او دا مهال په بند کې دی. په پام کې ده چې دویم ځل د راتلونکې اپرېل میاشتې پر پنځمه بیا محکمې ته راوستل شي.

رپوټونه وايي، په پام کې ده چې پر هغه نور تورونه هم ولګول شي.

تورن پر. فیسبوک د برید پرمهال په ژوندۍ بڼه وېډیو خپروله.

ږ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردرن وویل، بریدګر د وسلو لرلو جواز درلود او پنځه وسلې ورسره وې.

نوموړي د لندن د ښاروال صدیق خان په ګډون د ځینو مسلمانانو د وژلو غوښتنه هم کړې وه.

پولیس وايي، د تارانت کورنۍ په څېړنه کې له پولیسو سره مرسته کوي.

چارواکو ویلي، تر چارشنبې پورې به د برید د قربانیانو مړي د هغوی کورنیو ته وسپاري.

لاهم ۳۴ کسان روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي،‌ چې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

په پام کې ده چې نیوزیلنډ‌حکومت تر برید وروسته د وسلو لرلو په قانون کې اصلاحات راولي.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردرن وویل، بریدګر د وسلو لرلو جواز درلود او پنځه وسلې ورسره وې.‌