سعودۍ ښځې ولې له خپل هېواده په تېښته ژوند خطر سره مخامخوي؟
د خپرېدو وخت
سلګونه سعودۍ مېرمنې هر کال له دغه محافظه کار هېواده تښتي، او د داسې ادعاوو پر سر لوېديځو هېوادونو ته مخه کوي، چې ګنې دوی په کې خپلو کورنيو کې له ناوړه او ظالمانه چلن سره مخامخېږي.
د دوی يو له مشهورو منزلونو يې هم بريتانيا ده، چې د کډوالو خيريه ټولنو د وينا له مخې يې هر کال لسګونه په کې د پنا غوښتنې کوي.
د بي بي سي حنان رازق له ځينو هغو نجونو سره خبرې کړې، چې د لا ډېرې خپلواکۍ او ښه ژوند په لټه دا تېره نژدې موده دلته بريتانيا ته راغلې دي.