تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرئیلو د سوریې پر پلازمېنه دمشق هوایي برید کړی
تېره شپه د سوريې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې د سوريې پوځ وايي په یوه وسله کوټ د اسراییل د هوايي بریدونو له امله وو.
د سوريې د پوځ یوه چارواکي د سوريې دولتي رسنیو ته ویلي دغه بريد په یوه وسله کوټ شوی چې درې سرتېري یې ټپیان کړي دي.
سوريې ویلي د اسراییل د دې برید ډېری توغندي يې شنډ کړي هم دي.
اسراییل لا دغه برید نه دی تایید کړی، خو وايي د سوريې د توغندي شنډولو لپاره یې خپل هوايي ډال سیستم فعال کړی و.
د اسراییل پوځ وايي چې هلته نه مرګ ژوبله اوښتې نه کوم څه ته زیان اوښتی.
د سې شنبې په ورځ ناوخته د سوريې رسنیو هغه تصویر خپور کړ چې پکې یو څیز د دمشق پر اسمان شنډېږي.
له هغه وروسته درنه چاودنه اورېدل کېږي او وروسته د درنو وسلو ډزې کېږي.
د اسراییل دفاعي ځواک لا هم د دې هوايي بريدونو په تړاو تبصره نه ده کړې.
د غه ځواک وروسته په یوه ټویټ کې ليکلي چې د دوی دفاعي هوايي ډال " له سوريې د الوتکې ضد توغندي د ورتوغېدو په ځواب کې فعال شوی و".
اسراییل بیا بیا په سوريه کې د حزب الله او ایرانيانو اهداف په نښه کړي، هغه څه چې دوی يې خپل امنیت ته ګواښ ګڼي.
اسرایيل لا د مخه د ورته بریدونو په کولو اعتراف کړی.
خو تېره مې میاشت اسراییل وویل چې په سوريه کې يې د ایران ټول پوځي تاسیسات په نښه کړي او وران کړي دي.
دوی ویل چې دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې له پیله د دوی تر ټولو ستر برید و.
دغه برید په ګولان غونډیو کې د شپې له خوا د اسراییل پر پوځي پوستو له توغېدلو توغنديو وروسته شوی و.