تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه مړي چې په سره مرچکي، ګاډي یا الوتکه کې خاورو ته سپارل کېږي
ګانا کې داسې تابوتونه چمتو کېږي، چې بڼه یې سره مرچکي، ګاډي یا دغسې نورو توکو ته ورته وي، چې د ژوند څرنګوالي او د انسانانو ارمانونه پکې تمثلېږي.
دغه راز د مړي خپلوان په دې باور دي چې دې سره یې د خپلوانو مړو درناوی کېږي او د دوی مینه څرګندوي.
خبریالان فلیپ ابریو او هینریک هیدلیر پلازمېنه اکرا کې د ترکاڼانو پر هغو دکانونو ګرځېدلي چې دغه راز تابوتونه چمتو کوي.
کوکوا هغه بوټی دی، چې ګانا یې د نړۍ له لویو تولیدونکو هېوادونو یو دی او له همدې کبله د دغه هېواد کلیوالو سیمو کې ځايي اوسېدونکي د خپلو خپلوانو مړیو لپاره د دغه بوټي په بڼه تابوتونه چمتو کوي. د دغه ډول تابوت بیه ان ۱۰۰۰ ډالرو ته رسېږي او دومره پېسې د دغې سیمې کروندګرو لپاره خورا ډېرې پېسې دي، چې ډېر یې د ورځې ایله درې ډالره ګټي.
اریک ادجیتې چې له نژدې ۵۰ کلونو راهیسې دغه کاروبار کوي وايي، تابوتونه معمولاً د مړي د ټولنیز حیثیت څرګندونه کوي او د سره مرچ تابوت د یوه کرونده ګر د ژوند حال وايي او د یوه داسې شخص یادونه کوي چې له مړینې وروسته هم یادېږي.
سټېو انسا چې تابوتونه چمتو کوي وايي، د جرمن مرسډیز بنز ګاډي په بڼه جوړ شوي تابوتونه ډېر مینه وال لري او د یوه داسې مړي سمبول بلل کېږي چې شتمن او ټولنیز حیثیت یې لوړ و.
ځايي خلک دغه ډول تابوتونه د متلونو صندوقونه هم بولي، ځکه د هر تابوت د طرحې تر شا یوه کیسه پرته وي.
د یوه ماشوم مړي دغه تابوت ته د الوتکې بڼه ورکړل شوی او په یوه ډول بلې نړۍ ته د هغه د بریالۍ الوتنې سمبول بلل کېږي. ویل کېږي ځینې خپل خپلوان د تابوتونو په چمتو کولو کې مالي مرسته هم کوي.
ګانا کې دا وروستیو کلونو کې د ځمکو کاروبار هم ښه زور اخیستی او دغه تابوت د یوه داسې سړي مړي ته چمتو شوی چې د ځمکو کاروبار یې کاوه او ځايي اوسېدونکو ته یې پر خپله ځمکه کورونه جوړ کړي وو.
ترکاڼان تابوتونه چمتو کوي، نقشونه پرې کېندي او بیا یې رنګولو ته استوي. دغه تابوت کې به یو سندرغاړی خاورو ته سپارل کېږي چې د مایکروفون په بڼه چمتو شوی دی. ترکاڼ انساح وايي: موږ ته د مړي ونه نه معلومېږي، ځکه یې له کورنۍ پوښتنه کوو او یا کله نا کله ان د تصویر له مخې د تابوت اوږدوالی او سور ټاکو.
په سیمه کې د دغه ډول تابوتونو له غوښتنې ډېرېدو سره یو شمېر نورو ترکاڼانو هم د ورته تابوتونو چمتو کول پیل کړي دي.
دغه کجاوه او ملکه بیا د امریکا یوې ګالرۍ لپاره د هنري اثر په توګه چمتو شوې. ګهانا ته له نژدې ۲۰ هېوادونو د ښکلو هنرونو محصلین د لري هنري کار زده کړې لپاره ورځي.
د دغه رپوټ متن او تصویرونه د فلیپ ابریو او هنریک هیدلیر اړوند دي.