د لاهور پولیسو جریمې

د ویډیو تشریح، د لاهور پولیسو جریمې
د خپرېدو وخت

د پاکستان په لاهور کې چارواکو، اوس پر هر هغه کس چې موټر سایکل چلوي او د خونديتوب خولۍ نه اغوندي جریمه له دوو سوو - زرو روپیو ته لوړه کړې ده. له همدې کار سره د خولیو پلورونکي هم ډېر شوي دي. خو یوه ډله پکې داسې ده چې د ساختماني کارګرو خولۍ په ارزانه بیه پر موټر سایکلو چلوونکو پلوري. ډېری خلک وايي جریمه لوړه ده او وس یې نه لري.