تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې د چارواکو لخوا د جومات ورانولو مخنیوي لپاره احتجاج
چین کې د حکومت لخوا د یوه جومات ورانولو مخنیوي لپاره سلګونه کسان یو ځای شوي دي. دغه جومات نوی ودان شوی دی.
د چین په لوېدیځ کې د نینګشیا سیمې ځايي چارواکي وايي، ویجو جامع جومات له رسمي اجازې پرته ودان شوی دی.
خو یو شمېر کسان ګومان کوي، د جومات ورانول په چین کې د مذهب خلاف پراخ کمپاین برخه ده.
د احتجاج لپاره د جومات مخې ته یو ځای شویو خلکو نه یوه وویل 'چارواکي به نه پرېږدي، چې جومات لاس هم وروړي. '
په چین کې د مسلمانانو شمېر ۲۳ میلیونو کسانو ته رسېږي او د نینګشیا سیمې مسلمانانو څو پېړۍ مخکې اسلام منلی دی.
بل لور ته مدني فعالان وايي، چینايي چارواکو کې پرلپسې د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د بهرني مذهبي نفوذ پر ضد غوسه ډېرېږي.
دغه جومات چې لوړ منارونه او ګنبدونه لري، د منځني ختیځ له ودانیز سبک سره سم ودان شوی دی.
چارواکو د اګست پر درېیمه یوه اعلامیه کې ویلي و، چې جومات بې اجازې ودان شوی او دوی به یې 'په زوره وران کړي. '
د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، دغه اعلامیه د ځايي هويي مسلمانانو تر منځ پر خواله رسنیو لاس پر لاس شوه.
د ساوت چاینا پوسټ ورځپاڼه چې له هانګ کانګه خپرېږي، وايي داسې ډېرې پوښتنې راپورته شوې، چې که جومات ته اجازه نه وه ورکړل شوې، ولې یې د تېرو دوو کلونو موده کې د ودانیزو چارو مخه نه نیول کېده.
رپوټونو کې ویل شوي، احتجاج د پنجشنبې پر ورځ پیل شو او د جمعې پر ورځ هم ګڼ شمېر احتجاج کونکي د دغه سپین رنګه جومات مخې ته یو ځای شوي وو.
د یوه ځايي اوسېدونکي په وینا د ځايي مسلمانانو او چارواکو تر منځ پر دغې موضوع روانې خبرې په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې دي.
د ځايي اسلامي ټولنې یوه مسوول په وینا حکومت نه غواړي ټول جومات وران کړي، خو په خبره یې 'حکومت غواړي د جومات حجم کمولو لپاره اډانه کې بدلون راولي. '
د چین حکومتي رسنیو د دغې موضوع په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. د چین اساسي قانون له مخې مذهب او عبادت ته بشپړه ازادي ورکړل شوې، خو عملاً د دغه هېواد حکومت مذهبي فعالیتونه په سختۍ سره کنټرولوي.
له دې مخکې چین حکومت عیسویانو ته امر کړی و، چې د کلیساوو له بامونو د صلیب نښانونه لرې کړي او دلیل یې دا و، چې ګواکې دې سره د پلان له اصولو سرغړونه شوې.