ترکي ځواکونه د سوریې شمال کې عفرین ته ور اوښتي

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې لومړي وزیر خبر ورکړ چې د دوی ځواکونه ګاونډي سوریې ته ننوتلي دي.
لومړي وزیر بنعلي یلدریم ویلي، تمه لري د ترکيې ځمکنی پوځ وکړی شي د خپلو عملیاتو د دوام په ترڅ کې کوردۍ واي پي جي ډله له عفرین څخه وباسي.
پرون (شنبه د مرغومي ۲۹) ترکیې اعلان وکړ چې په دغه سیمه کې یې تر سلو ډېر هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د واي پي جي ډلې یوه ویاند ویلي چې د شبنې پر ورځ د ترکیې د بمباریو له امله لږترلږه ۹ کسان وژل شوي ۶ یې ملکیان دي.
پر پوله عفرین ښار له ۲۰۱۲ کاله راپدېخوا د واي پي جي ډلې تر ولکې لاندې دی.
ځینې رپوټونه وايي چې د ترکیې له ملاتړه ځینو برخمنو وسله والو ډلو په ښار کې نفوذ کړی دی.
تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عفرین په ښار کې د کوردانو پر وړاندې د خپل پوځ د ځمکنیو عملیاتو خبر ورکړی و. ده په سوریه کې مېشت ځواکونه په دې تورن کړل چې د کوردي پي کې کې، د کوردستان د کارګرانو ګوند پوځ یوه برخه ده.

د عکس سرچینه، AFP
ترکیه واي پي جي ډله ترهګره بولي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د دوی پولو سره نژدې مېشت شي.
سوریې ترکیې ته تر دغه احتمالي برید وړاندې خبرداری ورکړی و. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم پر اوسنۍ مسلې خپله اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو غاړو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.


















